اسلام آباد 09 مئي (اے پي پي) صدر آصف علي زرداري سره د ازبکستان خارجه وزير بختيار سيدوف ملاقات كړے ٬ په دې موقع صدر مملكت د دواړو هېوادونو يو بل ته لا نزدې كولو لپاره اولسي او د سېلګرۍ روابطو ته د لا ودې وركولو په ضرورت زور رواړو۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په دې موقع صدر مملکت آصف علي زرداري ووئيل ازبکستان سره تجارت، معيشت، كلتور او د سېلګرۍ په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته لا پراختيا وركولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د پېړيو اړيكې په مشتركه مذهب٬ كلتور او تاريخ اډانه دي٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه دوه اړخيزه تجارتي او اقتصادي اړيكو كښې د زياتېدو صلاحيت موجود دے٬ ده ووئېل پاكستان سيمه ايزو روابطو ته د ودې وركولې عزم لري۔ صدر مملکت د پاکستان او ازبکستان ترمېنځه دوه اړخيزه تجارت لپاره بارډر ټرېډ٬ د ځائي كرنسۍ كارول٬ تجارتي اړيكې ښې كولو لپاره په دواړو هېوادونو كښې د بېنك خلاصولو تجويز هم وړاندې كړو۔ په دې موقع خارجه وزير بختيار سيدوف د دوه اړخيزه اړيكو په لا مستحكمولو٬ شراكت داري ښه كولو لپاره د تګلارې په جوړولو زور رواړولو سره ووئيل دوه اړخيزه تجارتي او اقتصادي مرستې زياتولو لپاره اېكشن پلان ته اړتيا ده او هيله لرو چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ټرانسپورټ راهدارۍ سره به دوه اړخيزه اړيكو كښې لا بهتري راشي۔ دغسې خارجه وزير د ازبك صدر لخوا صدر مملکت اصف علي زرداري لپاره د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔
ازبکستان سره په بېلا بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته لا پراختيا وركولو ته ضرورت دے۔ صدر آصف علي زرداري
مضمون کا ماخذ : کنگ میکر