اسلام آباد 04 فروري (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د اكنامك ايډوائزري كونسل غونډه د ګل په ورځ وشوه۔په غونډه كښې د هېواد معيشت پ?? مجموعي وضعه ٬د معيشت استحكام او بحالۍ لپاره د حكومت د اړخه تراوسه په پورته كړو اقداماتو او د سباؤن په تګلاره غور وشو۔په غونډه كښې د خزانې وزير اسد عمر٬د منصوبه بندۍ وفاقي وزير خسرو بختيار٬د تجارت وفاقي وزير عبدالرزاق داؤد٬د خزانې صوبائي وزيرانو٬هاشم جوان بخت او تيمور سليم خان د وزيراعظم سلاحكار ډااكټر عشرت ??سې?? ٬د سټېټ بانك ګورنر طارق باجوه او نورو ګډون وكړو۔د خزانې وزير د اړخه د جنورۍ په مياشت كښې په معاشي اشارو كښې د ښه والي سره سره د معيشت پھ ډيجيټلائزېشن٬ډېټ منيجمنټ آفس مستحكم كولو غوندې اقداماتو باندې بريفنګ وركړی شو۔د معيشت ډيجيټلائزېشن فنانشنل انكلوژن٬اي ??امرس به د ماركيټ ودې او ??ه خاص توګه سمال اينډ مېډيم انډسټري پرمختګ له مرستياله وګرځي
د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د اكنامك ايډوائزري كونسل غونډه
مضمون کا ماخذ : میان میجک وائلڈ فائر