ملتان ۔02جنوری(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشی وئيلي دي هند كښې د مسلمانانو حقونه ??ه مينځه وړلې شي۔ هند د طاقت په نشه مست دے او په مسلمانانو د متنازع شهريت قانون په بنياد ?? ظلمونو انتها كوي ۔ په هغوي د نوي قانون مسلط كولو هڅې كولې شي۔ د نيمې اوچې روحاني لارښود حضرت شاه ركن الدين عالم عرس مبارك په دوهمه ورځ ګردې نړۍ څخه راغلې د زرګونو په شمېر زائرينو او عقيدت لرونكو ته خپل خطاب كښې ده ووئيل د كشميريانو په ضد د محاصرې نن 150 ورځې شوي هغوي كورونو كښې بنديوان دي٬ كور كښې مړي پراته دي او بهر كرفيو ٬ جنازه هم هغوي په پټه كوي۔ د جمعې لمونځ اجازه نشته۔ ده ووئېل بلخو?? په اې او سي هندي ځواكونه ??ه تش لاسو وګړو ډزې كوي چې په نتيجه كښې ئې تر دې دمه 210 كسان شهيدان شوي ۔ ده ووئيل نن مې ورځپاڼه كښې كتلي چې هند كښې 13 داسې رياستونه ش??ه كومو چې وئيلي مونږ به په دې متنازع قانون د عملدرآمد اجازه نه ??ركوؤ۔ خارجه وزير ووئيل ځينې هېواد ??ښمنه ??وتونه د پاكستان په ضد سازشونو كښې مصروف دي او هغوي پاكستان كمزورې كول غواړي۔ ده زيا??ه كړه چې د دين بزرګانو دې منطقه كښې د اسلام شمع روښانه ??ړې او د خپلو تعليماتو د لارې ئې د خلقو زړونه ??سخر كړي ۔ ده ووئيل حضرت شاہ رکن الدین عالم د خپلو تعليماتو د لارې د امن ٬ مينې او صبر درس وركړې۔ د دين بزرګانو په تقوی باور لرلو۔ ده ووئيل د حضرت شاہ رکن الدین عالم په شمول د دين د ټولو بزرګانو فېض نن هم جاري دے۔ په دې مهال د پاكستان پرمختګ او سوكالۍ له دعاګانې وغوښتلې شوې۔ ده ووئيل د پاكستان او اسلام په ضد سازشونه به ضرور ناكامه كېږي۔ پاكستان د اسلام قلعه او پكښې د لوئے څښتن رحمتونه شامل دي۔ د عرس دستورې ته نوموړي عالم دين صاحبزادہ سعید احمد فاروقی او د مسلم انسټیټیوټ اسلام آباد چیئرمېن صاحبزادہ سلطان احمد علی هم خطاب وكړو
هند د متنازع شهريت قانون په بنياد په مسلمانانو د ظلمونو انتها كړې۔ د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي خطاب
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ خریدیں