اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهبازشريف ??ئيلي دي چې د پاكستان ځوانانو ته د خپلو صلاحيتونو په مثبت ډول كارولو موقعې وركولو تېره ورځ ګرد هېواد كښې يوتھ سپورټس انيشي ايټو پېل كړے شوې دې چې مقصد يۍ هېواد كښې لوبو ته وده وركولو ??و دې سره اروندې د نړيوال معيار آسانۍ برابرول دي۔ د شورو په ورځ خپل ټويټ كښې ده ووئيل د پاكستان آبادۍ زياته برخه په ځوانانو مشتمل ده خ?? د ??ده مرغه مونږ لوبو لپاره د آسانيو كمي سر?? مخ يؤ او له دې كبله مونږ په هېواد كښې د وړومبني سپورټس پوهنتون د بنياد تيګه اېښودلې او سپورټس اينډؤمنټ فنډ مو جوړ كړے دے۔ ده ووئيل د صلاحيت لرونكو ا?? د ??هترينې كاركردګۍ مظاهره كوٶنكو لوبغاړو ډاډګيرنه كولو، نړيوالو مقابلو لپاره د لوبغاړو تربيه كولو او نورو اقداماتو سره به ګرد هېواد كښې د لوبو وده باوري كولې شي٬ تاريخ ګواه دے چې د پاكستان صلاحيت لرونكو ځوانانو ته چې كله هم موقع وركړې شوې ده دوي په ګرده نړۍ كښې قامي بېرغ د خپلې ښې كاركردګۍ د لارې هسك كړے دے٬ وزيراعظم ووئيل دا اقدامات كافي نه دي خو دا يو ښه پېل دے۔ ده هيله څرګنده كړه چې راتلونكي حكومتونه به د دې اقداماتو تسلسل جاري ساتي۔
د لوبو ودې او د نړيوال معيار آسانۍ برابرولو لپاره يوتھ سپورټس انيشي ايټو پېل كړې شوې۔ د وزيراعظم ټويټ
Sweet Dream Bonanza Online Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : بفیلو بلٹز