اسلام آباد 02 اپرېل (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن د تركيې نېول چيف اېډمرل عدنان اوزبل ته نشان ام??ياز (ملټري) وركړے ??ے۔ د ګل په ورځ ايوان صدر كښې د اېوارډ وركولو دستوره وشوه چې پكښې د پاك بحريې مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي ٬ د تركيې سفير احسان مصطفٰی یورکاکل او لوړ پورو چارواكو ګډون وكړو۔ د ايوارډو وركولو نه پس خبرو كښې اولس مشر ممنون حسېن ووئيل پاکستان او ترکیې ترمېنځه د مينې اړېكې په لفظونو بيانول ګران دي٬ د اسلامي نړۍ د مسئلو لرې كولو په لړ كښې پاكستان د تركيې د كردار احترام كوي ۔ اولس مشر ووئيل پاكستان او تركيه به ??ه نړيوالو فورمونو به يو بل سره مرسته كوي۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو د جمهوري ادارو ترمېنځه مرسته ډېره ژوره ده ۔ اولس مشر ممنون حسېن ووئيل تركيه اسلامي نړۍ ته د پېښو مسئلو حل لپاره په جرات او مړانه كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل د پاكستان او تركيې دفاعي اړيكې به ??باٶن كښې لا قوي شوي۔ ده ووئيل د افغانستان مسئلې هواري لپاره د اولس مشر رجب طيب اردوان كردار د ستائنې جوګه ??ے۔ د تركيې دولت٬ اولس او اولس مشر اردوان سره په دوستۍ وياړ لرو۔ اولس مشر ووئيل تركيې چې د كډوالو په كومه فراخدالۍ مېلمستيا كړې ھغه د ستائنې وړ ده ۔ اولس مشر ممنون حسېن ټېنګار وكړو چې په اوسني وخت كښې د مسئلو هواري لپاره اسلامي اتحاد ډېر ضروري ??ے۔ په دې موقع د تركيې نېوي مشر وائس اېډمرل عدنان اوزبال د اولس مشر مننه كولو سره ووئيل د پاكستان او تركيې د دفاعي اړيكو لا قوي كولو لپاره به ??پل كردار دوامداره ساتم۔
اولس مشر د ترکيې نېول چیف اېډمرل عدنان اوزبل له نشان امتیاز (ملټري) وركړو
مضمون کا ماخذ : prêmios raspadinha