اسلام آباد 26جنوری(اے پی پی)نګران وز??را??ظم انوار الحق كاكړ وئېلي دي زمونږ عزم دا دے چې په هېواد كښې هر ماشوم د پوليو څخه محفوظ وي٬د پاكستان حكو??ت به د روټري انټرنېشنل ??روګرامز كښې هر ممكنه مرسته كوي۔د جمعې په ورځ د وز??را??ظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وز??را??ظم انوار الحق كاكړ سره د روټري انټرنېشنل صدرې سټيفيني ارچك په مشرۍ كښې پلاوي ملاقات كړے ۔په پلاوي كښې تھومس اینتھونی ګمپ، محمد فیض قدوائي ، عبد العزیز میمن او مسرور شیخ شامل وو۔پلاوي نګران وز??را??ظم ته د پاكستان سمارټ ويليج پروګرام او پوليو مخ نيوي په اړه د روټري انټرنېشنل ??اركردګۍ په اړه بريفنګ وركړو۔ وز??را??ظم سټيفيني ارچك ته د روټري انټرنېشنل ??ړومبۍ مېرمن صد??ې په چوكۍ سنبهالولو مباركي وركړه او هغې لپاره ئې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه ۔وز??را??ظم د روټري انټرنېشنل ??ه پاكستان كښې د پوليو مخ نيوي او د تعليم او نورو څانګو لپاره خذمات هم وستائېل۔ده ووئيل په پاكستان كښې د پوليو مخ نيوي لپاره د نړيوالې ورورولۍ او پرمختيائي ادارو كردار ستائيو٬زمونږ عزم دا دے چې په هېواد كښې هر ماشوم د پوليو څخه محفوظ وي۔ده ووئيل د پاكستان حكو??ت به روټري انټرنېشنل ??روګرامز كښې هر ممكنه مرسته كوي٬هيله ده چې روټري انټرنېشنل به په پاكستان كښې تر خپلو پروګرامونو رسنه زياتوي۔پلاوي نګران وز??را??ظم ته بريفنګ كښې ووئېل روټري به د پاكستان سمارټ ويليج پروګرام جدت او ټېكنالوجۍ څخه ګټه پورته كولو سره د ژوند معيار ښه والي له مرسته كوي٬تر ټولو غريبې طبقې لپاره پېل كړے دا سمارټ ويلج به كركيلې ته د ودې وركولو٬د د تجديد وړ توان نظام څخه ګټه پورته كولو ٬سيوريج نظام ښه والي٬د څښكلو پاكو اوبو رسنې او د موسمياتي بدلون اثرات كمولو له مهم ركردار ادا كوي۔ وز??را??ظم ته بريفنګ كښې وئېل شول روټري انټرنېشنل ??اكستان له 8 لكه كتابونه عطيه كړي چې پكښې 2 لكه كتابونه يواځې بلوچستان كښې تقسيم كړے شوي۔دغسې پلاوي وز??را??ظم ته د 10 زرو نورو كتابونو ډالۍ هم وركړه كوم به چې د هېواد په بېلا بېلو سيمو كښې وېشلے شي۔په ملاقات كښې د روغتيا نګران وفاقي وزير ډاكټر نديم جان او اړوند اعلٰی سركاري افسران هم موجود وو۔
نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ سره د روټري انټرنېشنل صدرې سټيفيني ارچك په مشرۍ كښې د پلاوي ملاقات
Fortune Forge official entertainment website
مضمون کا ماخذ : prêmios raspadinha