قاهرہ۔6 اګست(اے پی پی) په مصر كښې د پ??كس??ان سفير ساجد بلال وئيلي دي پ??كس??ان به د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو پورې په هر فورم د كشميري اولس اخلاقي ٬ سفارتي او سياسي ملاتړ روان ساتي ٬ هند 5 كاله وړاندې په 5 اګست 2019 په غېر قانوني توګه د خپل تسلط لاندې مقبوضه جمو وكشمير كښې خپلې نسل پرستۍ ته لا پراختيا وركړه۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د مصر په پلازمينه قاهره كښې د پ??كس??ان په سف??رت??انه كښې د 5 اګست يوم استحصال كشمير په مناسبت سره “کشمیر د هند په ظالمانه قبضه كښې” سرخط لاندې تابيا شوي يو سيمينار ته خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل په 5 اګست 2019 هند د خپل آئين آرټیکل 370 او 35A په يو اړخيزه توګه منسوخ كړو۔ سفیر زياته كړه چې هندوستان خپلو ټولو لوظونو ٬ د ملګرو ملتونو اړوندو قراردادونو ٬ نړيوالو اصولو او كنونشنز څخه سرغړونه كړې۔ په سیمینار كښې د صدر مملکت آصف علی زرداري ، وزیراعظم شهباز شریف او خارجه وزير اسحاق ډار پېغامونه واورولې شول۔ د مقررينو په پېنل كښې مصري دانشوران ٬ د تعليمي ادارو ٬ ميډيا او سول سوسائټي نوموړي شخصيات شامل وو۔ په دستوره كښې مصر?? وګرو او په مصر كښې د مېشته پ??كس??انۍ كميونټي ګڼ شمېر غړو ګډون وكړو۔ مقررینو په خپل خطاب كښې په بې ګناه كشمير?? وګړو د هند قابضو ځواكونو د ظلمونو غندنه وكړه۔ دوئي غوښتنه وكړه چې نړيواله ورورولي دې د هند لخوا د كشمير?? وګړو د بشري حقونو د روانو خلاف ورزو په ضد غږ پورته كړي۔ دوئي د دې خبرې پخلے وكړو چې نړيواله ورورولي دې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې د جمو وكشمير شخړې منصفانه او سوله ايز حل باوري كولو كښې خپل كردار ترسره كړي
پاكستان به د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو پورې په هر فورم د كشميري اولس اخلاقي ٬ سفارتي او سياسي ملاتړ روان ساتي: سفير ساجد بلال
बीएसपी कार्ड गेम विश्वसनीय मनोरंजन वेबसाइट
مضمون کا ماخذ : بڑا برا بھیڑیا۔