اسلام آباد 25 ستمبر (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان وئيلي دي د پاکستان فارما صنعت د هېواد په معيشت او د صحت په نظام كښې مه?? كردار لوبوي٬ حکومت د فارما صنعت پرمختګ او استحکام لپاره د بشپړې مرستې كولو عزم لري٬ د فارما سيکټر مسئلې حل كولو لپاره حكومت موثره پاليسۍ جوړوي۔ ده دا خبره د شورو په ورځ فارما سمټ ته د خاص م??لمه په ??وګه خپلې وېنا كښې وكړه ۔ ده ووئيل د حكومت او نجي څانګې په ??ريكه مرسته د فارما انډسټري په نړيواله كچه مسابقتي جوړول ضروري دي٬ د دې څانګې په ??رامدات كښې د تېر كال په مقابل كښې 13 فيصد اضافه شوې٬ دا څانګه په نړيواله كچه د مه?? كردار لوبولو صلاحيت لري۔ ده ووئېل د ډيجيټل فارما بدلون د وخت مه?? ضرورت دے چې ورسره به صنعت جديد كولو له مرسته تر لاسه شي۔۔ ده ووئيل 16 کونسلز بيا فعاله كولو سره د كوټلو وړاندېزونو او د منصوبو پلان لرو او دا وړاندېزونه به نيشنل ايکسپورټ ډويلپمنټ بورډ ته وړاندې كولې شي كوم ??ې به د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې كار كوي ٬ د دې كونسلز به خپل سيکرټريټ وي او مه?? قدامات او د لارښودنې اصولو تعين به كولې شي
حکومت د فارما صنعت پرمختګ او استحکام لپاره د مرستې كولو عزم لري ۔ وفاقي وزير جام كمال خان
AG online honest betting entrance
مضمون کا ماخذ : نتیجہ لوٹومینیا