اسلام آباد 22 اګست (اے ??ي پي)وزيراعظم شهباز شريف د پاكستان سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره د المان مرستې ستائلو سره وئېلي چې پاكستان او المان يو بل سره تجارتي او اقتصادي اړيكې لري كومې چې لا مستحكمول غواړؤ۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا د جاري شوي پرېس رېليز له مخې وزيراعظم سره د المان د اقتصادي مرستې او پرمختګ وزيرې سوينجا شولزے په وزيراعظم هاؤس اسلام آباد كښې ??لاقات وكړو۔ وزيراعظم وزيرې شولزے ته هركلې ووې۔ ده د پاكستان سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره دالماني مرستې ستائنه وكړه۔ ده ووئيل د پاكستان او المان ترمينځه ګټورې تجارتي او اقتصادي اړيكې دي۔ ده د پاكستان په صنعتي پرمختګ كښې د المان د كردار ستائنه وكړه۔ وزيراعظم د پاكستان المان همكارۍ ته لا وده وركولو كښې خوښي ښكاره كړه۔ وزيراعظم تلپاتي پرمختګ٬ د موسمياتي تغيراتو ناوړه اغېزو كښې ??مي او معاشي نمو لپاره د پاكستان عزم په ډاګه كړو۔ ده د هېواد معاشي بحالۍ لپاره د اصلاحات پشمول د خپل حكومت د ترجيحاتو هم ذكر وكړو۔ شولزے وزيراعظم ته د چانسلر اولاف شولز پېغام ورسولو او پاكستان سره يۍ د دوه اړخيزه اړيكو په خاص توګه د تجارت٬سرمايه كارۍ او پرمختيائي مرستې په څانګو كښې ??مكاري قوي كولو لپاره د المان د عزم پخلے وكړو۔ دې دا هم ووئيل چې المان د پاكستان د تجديد وړ توان په څانګه او موسمياتي بدلونونو څخه د بچ كېدو اقداماتو لپاره خپله مرسته زياتولو كښې خوښي لري۔ وزيراعظم او د المان د اقتصاديا?? وزيرې د دوه اړخيزه اقتصادي مرستې زياتولو په تګلاره هم هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دوئي د غزه صورتحال او يوكرين شخړې پشمول په سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ وزيرې سونيجا شولزے د چانسلر اولاف شولز لخوا وزيراعظم ته اكتوبر كښې ??ه هيمبرګ پائيداري كنفرنس كښې د ګډون بلنه وركړه۔په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو لخوا سينئر چارواكو ګډون وكړو چې پكښې ??ائب وزيراعظم او خارجه و??ير??د منصوبه بندۍ و??ير??د اقتصادي چارو و??ير??د تجار?? وزير او د آئي ټي وزير مملكت شامل وو
وزيراعظم سره المانۍ وزيرې سوینجا شولزے وليدل
स्लॉट मशीन वफ़ादारी मनोरंजन लिंक
مضمون کا ماخذ : aplicativos de apostas loteria