پېښور ۔ 20 دسمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي چې سمندر پورې پاكستانيانو تل هېواد لپاره په زړه پورې او مثبت سوچ سره خپل كردار ترسره كړے دے٬ د كرم په روان وضعيت د سمندر پورې پاكستانيانو د اندېښنو او جذباتو احترام كوؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د كرم ضلعې په روان وضعيت سمندر پورې پاكستانيانو سره په ګورنر هاؤس كښې آن لائن وېډيو كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ د ګورنر هاؤس پېښور لخوا د جاري شوي بيان له مخې په دې موقعه په آن لائن سېشن كښی پاړا چ??ار كښې د مرستې په فعاليتونو خبرې وشوې۔ په آن لائن وېډيو کنفرنس كښې په امريكا ٬ كاناډا ٬ كوېت ٬ شارجه ٬ لندن ٬ فرېنکفرت او د منځنۍ آسيا او اروپا هېوادونو كښې مې??ته پاكستانيانو ګډون كولو۔ په كنفرنس كښې د ګورنر په م??رۍ كښې د يوې كمېټۍ په تشكيل كولو اتفاق وكړے شو۔ ګورنر هائوس ، هلال احمر خېبرپښتونخوا او سمندر پورې پاكستانيان به د مرستې كمېټۍ غړي وي۔ کمېټي به د پاړا چ??ار په شمول په كرم ضلع كښې د ريليف كارونو تندولو او د نورو آسانيو برابرولو كښې خپل كردار ترسره كوي۔ كنفرنس ته خپل خطاب كښې ګورنر ووئيل د پاړا چ??ار اولس دا مهال په خپلو سيمو او كورونو كښې محصور شوي دي۔ د پاړا چ??ار په شمول كرم ضلعې ته د دويانو او خوراك په شمول د نورو ضروري څيزونو رسولو كښې سمندر پورې پاكستانيان مرسته كولې شي۔ ده ووئيل په پاړا چ??ار كښې د لارې بندېدو له امله د مرستې سامان ځپليو سيمو ته رسول يوه سنګينه مسئله جوړه شوې ده۔ ده ووئيل زما په هداياتو هلال احمر خېبرپښتونخوا د روزانه په بنياد آئي ډي پيز ته خوراك او د ضرورت نور سامان رسوي
د كرم په روان وضعيت د سمندر پورې پاكستانيانو د اندېښنو او جذباتو احترام كوؤ : فېصل كريم كنډي
Table Games Reputable Betting Links
مضمون کا ماخذ : خوش قسمتی کا رش