اسلام آباد۔19نومبر(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي ??ي حکومت اقتصادي ودې او مالي ??بات باوري کولو لپاره د اقتصادي منصوبې او ??صل??حات په تګلاره عمل کوي، د حکومتي اقداماتو په نتيجه کښې اقتصادي اشاريې ګتورې شوي۔ ده دا خبره ??ه پاکستان کښې د هالېنډ سفیرې هیني ډي ويریز سره ??لاقات كښې وكړه۔ د ملاقات په مهال د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو د لا پياوړتيا او په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې زياتولو د لارو چارو جاج واغستلے شو٬ دغسې د پاكستان او هالېنډ ترمېنځه د اوږد مهاله ملګرتيا او په دوه اړخيزه همكارۍ خبرې هم وشوې۔ دواړو فريقو د دواړو هېوادونو ترمينځه همکارۍ لپاره د کانونو، آئي ټي ، تېل او ګاز، کر، ډېري فارمنګ او د کرنيز پېداوار په څير ترجيحي څانګې په ګوته كړې۔ د خزانې وزیر د هالېنډ سفیره د حکومت د اقتصادي پلان او د ??صل??حاتو ايجنډې څخه خبرولو كښې ووئيل اقتصادي ودې او مالي ??بات باوري كولو له په مهمو برخو کښې ??صل??حات روان دي۔ ده په تېرو 14 میاشتو کښې د ترلاسه شوو اقتصادي كاميابو ذكر وكړو او معيشت تلپاتې جوړولو او برآمدات زياتولو له يۍ د حكومت د عزم پخلے وكړو۔ د خزانې وفاقي وزير پاكستان ته د پېښو موسمياتي چېلنجونو ذكر هم وكړو۔ ده د پاكستان لخوا د موسمياتي فنډنګ او تلپاتي حل د لارې د ماحولياتي موزونيت باوري كولو له په پورته كېدونكو ګامونو رڼا واچوله۔ د هالېنډ سفيرې د دوه اړخيزه اړيكو مستحكمولو عزم تكرار كړو او په بېلو څانګو كښې يۍ د همكارۍ لا پراخه كولو له د خپل حكومت لخوا د بشپړه ملاتړ باور وركړو۔ دې ووئيل ډچ كركټ لوبډله به د راروان كال په پېل كښې د پاكستان دوره ??كړي٬ دلته به مېچونه كوي او د پاكستان د كركټ مهارت څخه د زده ??ړې هڅه به كوي۔ دې په پاكستان كښې په خصوصي توګه اقتصادي او مالیاتی څانګو كښې د روانو ډھانچه جاتي ??صل??حاتو ستائنه وكړه۔ دې وفاقي وزير ته د پاكستان اروپائي ائتلاف سره تجارت او كاروبار ته ودې وركولو له د هالېنډ حكومت لخوا د ملاتړ باور وركړو
اقتصادي ودې او مالي ثبات باوري كولو له د اقتصادي منصوبې او اصلاحات په تګلاره عمل كوؤ ٬ د خزانې وفاقي وزير اورنګزيب پاكستان كښې د هالينډ سفيرې سره خبرې
مضمون کا ماخذ : سلور لائونیس 4x ضرب