اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) د حکومت كلن پرمختيائي پروګرام (پي اېس ډي پي)21-2020 ﺀ له مخئ د قامي او ادبې ورثې ډويژن جاري او نوو منصوبو لپاره په مجموعي توګه 194.740 مېليونه روپۍ مختص كړې شوي۔ د جمعې په ورځ د جاري شوې پي اېس ډي پي له مخې اکادمي ادبيات كښې آډيټوريم جوړولو لپاره 24.877 مېليونه روپۍ او اکادمي ادبيات پېښور كښې کنفرنس هال، مېلمستون ، جرګه ??ال (کميټي روم) او د كتابتون منصوبې لپاره 24.475 مېليونه روپۍ، نېشنل لائبريري آف پاکستان كښې ډيجيټلائزيشن او د ناوياته کتابو منصوبې لپاره 30 مېليونه روپۍ، ډيجيټل لائبريري جوړولو لپاره 4.520 م??لي??نه روپۍ، نېشنل فلم اکيډمي جوړٶلو لپاره 20 م??لي??نه روپۍ،په هېواد كښې تاريخي او مذهبي ځايونه په ګوته كولو او د مېپنګ منصوبې لپاره 7.700 مېليونه روپۍ، د روات قلعه حفاظت او ب??ال?? منصوبې لپاره 5.644 مېليونه روپۍ، اسلام آباد كښې پپه پي اېن سي اے آډيټوريم كښې د جديد آلاتو وركولو منصوبې لپاره 42.024 مېليونه روپۍ، اسلام آباد كښې د لوک ورثه اپ ګريډيشن منصوبې لپاره 25.500 مېليونه روپۍ مختص كړې شوي ۔دغسې د ډويژن نوې منصوبې اکيډمي ادبيات کوئټې لپاره 10 مېليونه روپۍ بېلې كړې شوي
د قامي او ادبي ورثه ډويژن روانو او نوو منصوبو لپاره په مجموعي توګه 194.740 مېليونه روپۍ بېلې كرې شوې
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعدادوشمار