لندن۔7مئی (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې پاکستان برطانيې او سکاټ لينډ سره ښې اړيکې لري، دوي به د تجارت، سرمايه کارۍ، تعليم او فني تعليم په منصوبو كښې دوه اړخيزه اړيکي مضبوطولو لپاره په ګډه کار کوي، ډير زر به د سرمايه کارۍ کنفرنس رابللې شي چې پکښې به د سکاټ لينډ نه سرمايه کارانو ته د ګډون كولو بلنه وركولې شي٬ عمران نيازي زما په ضد د دروغو بيانيه جوړولو سره د هېواد بدنامولو هڅه كړې٬ په دې كښې پروردګار پاكستان ته عزت وركړے دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ د سكاټ لېنډ لومړي وزير پاكستاني نژاد حمزه يوسف سره ملاقات څخه وروستو ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل حمزه يوسف د سكاټ لېنډ لومړے وزير ټاكلے شوے دے ٬ هغه يو صلاحيت لرونكے ځوان دے ٬ ما هغه ته مباركي وركړې ده او ده لپاره مې د نېكو هيلو څرګندونه كړی ده۔ ده ووئيل پاكستان برطانيه او سكاټ لېنډ سره تاريخي اړيكې لري٬ دواړه هېوادونه به بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته وده وركول له په ګډه كار كوي۔ ده ووئيل ډير زر به د سرمايه کارۍ کنفرنس رابللې شي چې پکښې به د سکاټ لينډ نه سرمايه کارانو ته د ګډون كولو بلنه وركولې شي۔ دې سره سره د روډ شوز كولو سره د لارې به پاكستان كښې د متبادل توان څانګې صلاحيتونه رامخې ته كولې شي۔ وزیراعظم ووئيل په سکاټ لېنډ كښې 70 نه تر 80 زره پاكستاني مېشته دي۔ ده ووئيل د پي ټي آئي حكومت زما په ضد د دروغو بيانيه جوړه كړه او هر يو چال يۍ وچلولو خو دې كښې عمران خان ناكامه پاتے شو۔ پاك پروردګار ماته نه بلكې پاكستاني اولس ته عزت وركړو۔ زما په ضد د دروغو كېس جوړ كړے شو٬ تر دوه كالو د دې تحقيق په ګرده نړۍ كښې وكړې شو۔ په سوئټزرلېنډ او دبئی كښې تحقيق وكړے شو٬ دغې څخه وروستو زه بري كړې شوم۔ ده ووئيل د عمران خان دروغ اولس ته رامخې ته كېږي۔ كه پاك پروردګار ته منظور وي دده به مواخذه وكړې شي۔
پاکستان برطانيې او سکاټ لينډ سره ښې اړيکې لري، د تجارت، سرمايه کارۍ، تعليم او فني تعليم په منصوبو كښې دوه اړخيزه اړيکي مضبوطولو لپاره به په ګډه کار کوؤ٬ وزيراعظم شهباز شريف
مضمون کا ماخذ : اسٹریٹیجیا لاٹوفاسیل