اسلام آباد 20 جولائي (اے پي پي) د ټاكنو كمېسون سېكتر عمر حميد خان وئيلي دي چې الېکشن کمېشن د وخت نه وړاندې يا په وخت د اسمبليو تحليل كېدو نه پس ټولټاكنې كولو لپاره بشپړه چمتو دے٬ كه د نوې سر شمېرو منظوري د شريكې ګټې كونسل نه وشي نو نوې حلقه بنديو لپاره به د څلورو نه تر څلور نيم مياشتو وخت پكار وي، الېکشن کمېشن د پوليټيکل ??نانسنګ مينجمنټ سسټم متعارف كړے دے٬ ټولې شمېرې ډيجيټل كوٶ٬ دې ??ره به په نظام كښې سپېځلتيا راشي٬ د بلېك مني استعمال د ټول هېواد مسئله ده، د ډيجيټلائزېشن د لارې ??ه دې كښې بهتري راتلے شي۔ د زيارت په ورځ الېكشن كمېشن كښې ميډيا ته د بريفنګ په مهال سېكتر عمر حميد خان ووئي?? دا سيريز آف سېشن دے٬ مونږ ميډيا ??ره د زياتې رابطې او د دوي د رائيو منتظر يو۔ د پولېټيكل فنانس ډي جي مسعود شېرواني د پوليټيکل ??نانس پحقله د بريفنګ په مهال ووئي?? دا د سياسي پارلماني عمل برخه ده٬ د پاكستان آئين له مخې د هر سياسي ګوند حساب ساتل او د فنډنګ ذريعې ښودل ضروري دي٬ د ليګل فرېم ورك له مخې انتخابي خرڅونه٬ د اث??ثو ګوشوارے٬ د نامزدګۍ كاغذونو ??ره ګوشوارے ټولې واضح دي۔ د الېکشن کمېشن پوليټيکل ??نانس ونګ جوړ شوے دے چې مقصد ېې د بېلا بېل فارمز د لارې د شمېر ترلاسه كول دي دغسې چې سپېځلتيا او د غېر جانبدارۍ سلسه مخ په وړاندې لاړه شي۔ ده ووئيل د ګوندونو انتخاباتو٬ د عهدېدارو انتخاب ??ره هم د دې څانګې كار دے٬ دا څانګه د پوليټيکل ??نانس او د اکائونټس د معاملو نګراني كوي۔ ده ووئي?? دا ونګ او د روايتي رېكارډ نه اوس پوليټيکل ??نانس منيجمنټ انفارمېشن سسټم جوړ كړې شوې٬ دا ټوله سلسله ډيجيټل او بشپړه محفوظ ده٬ ده ووئيل د سکروټني په وخت مونږ سياسي تړون ته نه ګورو بلكې په شواهدو او دستاويزاتو انحصار كوٶ٬ فنانس ونګ د دې د تصدق عمل لپاره اېف بي آر، نادرا، سټېټ بېنك، اېس اي سي پي، اېف اے بي اېس، آئي سي اے پي ??ره باقاعده د شمېرو شيئرنګ كوي٬ راتلونكې اسمبليو لپاره به بشپړه شمېرې وي۔د يوې پوښتنې په ځواب خاص سېكتر ظفراقبال ووئيل د اسمبلۍ موده ??ه دولسم اګست ختمېږي كه موده بشپړېدو ??ره اسمبلي تحليل كېږي نو ??ه دولسم اكتوبر به الېكشن وشي او د وخت نه وړاندې په تحليل كېدو به په 90 ورځو كښې الېكشن كېږي٬ حلقه بندۍ بشپړې دي٬ واټر مارك بېلټ پېپر ترلاسه كړې شوې دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل جوډيشري څخه ډسټرکټ ريټرننګ آفسران اخستو پحقله د پېښور هائي كورت رجسټرار، د بلوچستان، سندھ او اسلام آباد هائي کورټس ته درخواست شوې دې۔ ده ووئيل 19 جولائي د انتخابي نښو د الاټمنټ آخري نېټه وه
الېکشن کمېشن د وخت نه وړاندې يا په وخت د اسمبليو تحليل كېدو نه پس ټولټاكنې كولو لپاره بشپړه چمتو دے، د ټاكنو كمېسون سېكتر عمر حميد خان ميډيا ته بريفنګ
Southwest Lottery Online Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : گرم گرم