ګوادر۔4دسمبر(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ پاك چين ملګرتيا ستائلو سره وئيلي دي چې ’’چین پاکستان دوستی روغتون‘‘ او د سمندري اوبو د استعمال وړ جوړولو پلانټ په شمول د سي پېك نورو منصوبو سره به په ګوادر كښې د پرمختګ نوے دور پېل شي٬ په ګوادر كښې به د څښلو اوبو پخوانۍ مسئلې دې منصوبې سره حل شي٬ په سباؤن كښی د چين د كھربونو ډالرو تجارت څخه استفاده كولو له به مونږ له په خاص توګه ځوانان چمتو كول وي او دا دوي لپ??ره يوه زرينه موقعه ده چې هغوي خپل هېواد ٬ خپلې صوبې او خپلې كورنۍ له دې څخه استفاده وكړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د ” چین پاکستان دوستی روغتون‘‘ او د سمندري اوبو د استعمال وړ جوړولو له د پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل پاكستان او چين پخواني او مضبوط ملګري دي د دواړو ترمينځه مضبوطې او د ملګرتيا اړيكي دي۔ ده ووئيل صدر شي جن پنګ خپل قوم چې كومې بردبارۍ سره نوي پړاؤ پلو روان كړے دے د ستائنه وړ ده۔ د هغه پېغام دا دے چې كل?? چين پرمختګ كوي نو ټول پرمختګ كوي٬ په دې كښې پاكستان او په خاص توګه بلوچستان تر ټولو وړاندے راځي۔ ده ووئيل دې پلانټ سره ګوادر كښې د څښلو د اوبو پخوانۍ مسئله حل شي۔ ده ووئيل د سي پېك د لارې خلق د پرمختګ په نوي دور كښې داخل شوي دي٬ د طاقت او ترهګرۍ دلارې د دې مخه څوك نيولې نه شي۔ ده ووئيل د ګوادر او بلوچستان وګړو لپ??ره د آبادۍ م??اسبت سره موقعې او وسائل زيات دي٬ په راتلونكو لس كلونو كښې ب?? چين او دې سره پېوستو سيمو كښې د كھربونو ډالرو تجارت كېږي۔ په دغه دتجارت كښې همكارۍ او د هغې برخه جوړېدو او ګډون كولو تياري كول وي۔ ده ووئيل په سولر پېنل منصوبه او په كوئټه كښې د اېمرجنسي سنټر جوړولو په اعلان د چين د سفير مننه كوم او ده ته باور وركوم چې د چين وګړو امنيت لپ??ره به ټول ممكنه اقدامات كولې شي۔ په دې موقعه دستورې ته خپل خطاب كښې د بلوچستان وزيراعلې علي مردان ډومكي ووئيل د ګوادر اولس د څښلو اوبو مسئلې سره مخ پاتې شوي دي دې دې پلانټ سره به وګړو ته 5 لكه ګېلن اوبه ترلاسه شي۔ ده ووئيل په ګوادر كښې د روغتون جوړېدل د دې ځايې اولس لپ??ره يو ډالۍ ده۔ په پاكستان كښې د چين سفير جیانګ ژائی ډانګ دستورې ته خپل خطاب كښې ووئيل مونږ په دې منصوبه كښې په پرله مرسته كولو د وفاقي او بلوچستان حكومت مننه كوؤ۔ ده ووئيل واټر پلانټ څخه به د ګوادر اولس استفاده وكړي۔ د روغتون جوړېدو سره به ددې ځايې اولس ته طبي آسانۍ په لاس راشي۔ ده ووئيل زمونږ مقصد د سي پېك منصوبو په وخت ترسره كول دي۔ ګوادر پورت د سي پېك مهمه منصوبه ده ٬ سي پېك سره به د ملازمتونو 2 لكه 36 زره موقعې رامخې ته شي۔ په ګوادر سي پورټ د 46 کمپنیو رجسټرېشن شوے دے٬ دې منصوبو سره به دوه ??ړخ??زه همكاري لا وده ومومي۔ ده په بلوچستان كښې د سولر پېنل منصوبې او كوئټه كښې د اېمرجنسی سنټر جوړولو اعلان هم وكړو۔
’’چین پاکستان دوستی روغتون‘‘ او د سمندري اوبو د استعمال وړ جوړولو پلانټ په شمول د سي پېك نورو منصوبو سره به په ګوادر كښې د پرمختګ نوے دور پيل شي٬ د نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ دستورې ته خطاب
Masters of Olympus Entertainment Platform Official Website
مضمون کا ماخذ : پاور بال کی پیشن گوئی