اسلام آباد 24 مئي (اے پي پي) پاکستان د آئرلېنډ، سپېن او ناروے لخوا د فلسطيني رياست تسليمولو د اعلان هركلے كړے۔ د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ د زيارت په ورځ د پرېس بر??فنګ په مهال ووئيل مونږ د بهاماس، ټرينيډاډ او ټوباګو، جميکا او بارباډوس لخوا د فلسطين د تسليمولو د اوسني اعلاناتو هم هركلے كوٶ٬ دا اوسني اعلانونه د فلسطين اولس د خپلواكۍ د ناقابل تنسيخ حق لپاره د لسيزو په جاري هلو ځلو كښې يو مهم ګام دے۔ دې و??ئيل د غزه نسل کشي او هلته سنګين بشري صورتحال يو آزاد او خپلواكه فلسطيني رياست جوړولو پلو په زيات شوي ضرورت زور رواړي چې پايه تخت ئې القدس الشريف وي۔ وياندې و??ئيل د فلسطين رياست اوس د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو په اكثريت سره تسليم كړے ٬ دې لپاره اوس وخت راغلے چې فلسطين ته په ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو ت??ظيمونو كښې بشپړ غرېتوب وركړے شي لكه څنګه چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ خپل اوسني قرارداد كښې مطالبه كړې و??۔ دې و??ئيل مونږ د ملګرو ملتونو سل??متي كونسل څخه د دې زياتو شوو نړيوالو جذباتو په زړه پورې ځواب وركولو لپاره د خپلې مطالبې پخلے كوٶ۔
پاکستان د آئرلېنډ، سپېن او ناروے لخوا د فلسطيني رياست تسليمولو د اعلان هركلے وكړو
Bit Gold Rush Entertainment Official Link
مضمون کا ماخذ : جوگوس ڈی لوٹیریا آن لائن