اسلام آباد 24 مئی (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د سري لنكا هائی كمشنر ایډمرل (ر) رویندرا چندرا سری وجے ګونارتنے ملاقات كړے چې پكښې په سری لنكا كښې د 42 پاكستانو بنديوانو ??ه سمدستي توګه هېواد ته راستنولو ته د صلاح پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔د سری لنكا هائی كمشنر په دې مهال د پاكستانو بنديوانو ??ه سمدستي توګه هېواد ته د راستنولو په لړ كښې د هر ممكن مرستې باور وركړے۔د كورنيو چارو وفاقي وزير د بنديوانو ??ېواد ته راستنولو لپاره په مرسته د سری لنكا هائی كمشنر مننه كړې۔د كورنيو چارو وزیر محسن نقوي ووئيل د پاكستانی بنديوانو ??ېواد ته راستنلو لپاره انتظامات ته به په يو څو ورځو كښې حتمی شكل وركړے شي ، د كورنيو چارو وزارت د دې بنديوانو ??ېواد ته راستنلو لپاره د تيري يوې مياستي راهسې د سري لنكا چارواكو سره كار كولو۔ده ووئيل سري لنكا او پاكستان خپلو كښې د تيرو 7 لسيزو راهسې قوي اړيكې لري ، پاكستان د شريكو اړيكو په بيلو څانګو كښې مرستې لا زياتولو له خوښې لري ۔ملاقات كښې د امنيت او د منشیات مخنيوي مرستې زياتولو ته هم اتفاق وكړے شو ۔د كورنيو چارو وزارت ته په رسېدو وفاقي وزیر محسن نقوي د سری لنكا هائی كمشنر هركلے وكړو۔د كورنيو چارو وفاقی سیكرټري خرم علي آغا،چئیرمین نادرا لیفټیننټ جنرل محمد منیر افسر او اړوند افسرانو ??ه علاوه د سري لنكا هائی كمېشن چارواكي هم په دې موقع موجود وو۔
د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د سری لنكا هائی كمشنر ملاقات، د 43 پاكستانو بنديوانو هېواد ته راستنولو ته اتفاق
Mahjong Game 2 Entertainment Official Link
مضمون کا ماخذ : میگا سینا آن لائن