پېنډۍ 10 جولائي (اے پي پي) د پېښو ضلعې په حسن خېل سيمه كښې سکيورټي فورسز او پوليس په مشترکه توګه په انټيلي جنس بيسډ د ک??رروائۍ په مهال د ترهګرو د يو كمانډر پشمول درې ترهګر وژلي او د ترهګرو په ضد په مړانه جنګ كولو كښې څلور ځوانان شهيدان شوي۔ د آئي اېس پي ??ر لخوا د شورو په ورځ په جاري بيان كښې ووئيل شول د عملياتو په مهال د ډزو د تبادلې په مهال درې ترهګر وژلې شوي چې پكښې هائي ويليو ټارګټ د ترهګرو كمانډر عبدالرحيم هم شامل دے او هغوي څ??ه وسله او ګوله بارود هم برامد شوي٬ د ترهګرو كمانډر عبدالرحيم قانون نافذ كوونكو ادارو ته مطلوب ٶ او حکومت د هغه د سر بيعه 60 لكه روپۍ مقرر ك??ې وه ځكه چې هغه د ترهګرۍ په يو شمېر كاروائيو كښې په فعاله توګه ككړ ٶ او په 26 مئي كال 2024 كښې کيپټ?? حسېن جهانګير شهيد او حوالدار شفيق اللہ شهيد د شهادت ذمه وارهم هغه ٶ۔ د آئي اېس پي آر وېنا ده چې په ننني اپرېشن كښې د ھغه ناوړه جرم بدل اغستې شوے او اصل مجرم انصاف سره مخ كړے شو۔ د شهيدو شوو ځوانانو شناخت د پاك پوځ سپاهي محمد ادريس (عمر 34 كاله، (صوابۍ )، سپاهي بادام ګل (عمر 34 كاله( کوهاټ) سب انسپکټر تاج مير شاہ (عمر 38 كاله(پېښور) او د سي ټي ډي خېبر پښتونخوا اسسټنټ سب انسپکټر محمد اکرم (عمر 34 كاله، (مانسهرہ) په توګه شوے ۔ د آئي اېس پي ??ر له مخې د پاکستان سکيورټي فورسز ګرد هېواد كښې امن او استحكام باوري كولو لپاره قانون نافذ کوٶنكو ادارو سره اوږه په اوږه ولاړ دي او زمونږ د مېړنو ځوانانو قربانۍ زمونږ عزم ته لا وده وركوي۔
پېښور٬ په انټيلي جنس بيسډ د کارروائۍ په مهال د ترهګرو كمانډر پشمول درې ترهګر ووژل شول٬ څلور ځوانان شهيدان۔ آئي ايس پي آر
Geely Electronics Integrity Betting Website
مضمون کا ماخذ : bolão lotofácil