اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) د پاکستان انسټي ټيوټ آف ايجوکيشن د انجونو تعليم پحقله په شمېرو مشتمل د كال 23-2022 رپورټ په باقاعده توګه اجراء كړو، په يو كال كښې 21 ملين جينكۍ په تعل??مي ادارو كښې داخلې شوي٬ ګرد هېواد كښې 28 فيصده تعل??مي ادارې جينكو لپاره٬ 31 فيصد مخلوط او 41 فيصده تعليمې ادارې هلكانو لپاره دي، په رپورټ كښې د رامخې ته چېلنجونو مخنيوي لپاره كوټلې اقدامات تجويز كړې شوي۔ د شورو په ورځ د پاکستان انسټيټيوټ آف ايجوکيشن جوړ كړې شوي په پاکستان كښې د انجونو تعليم پحقله شمېرې او په رجحانات اډانه د كال 23-2022 رپورټ اجراء كولو دستوره د علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ په آډيټوريم كښې وشوه ٬ چې پكښې د تعليم وفاقي وزير خالد مقبول صديقي خاص مېلمه ٶ٬ په دستوره كښې د تعليم ايډيشنل سيکرټري حسن ثقلين، د پاکستان انسټي ټيوټ آف ايجوکيشن ډائريکټر جنرل ډاکټر محمد شاهد سرويا، د علامه اقبال او پن يونيورسټۍ وائس چانسلر پروفيسر ډاکټر ناصر محمود، د پاکستان الائنس فار ګرلز ايجوکيشن ايګزيکټو ډائريکټر فجر نه علاوه نور شراكتدار او نمائندګان هم موجود وو۔ په رپورټ كښې د انجونو د تعليم په بېلا بېلو اړخونو رڼا اچولې شوې ٬ كه يو خوا په ځينې څانګو كښې پېشرفت شوے نو هلته ځينې چېلنجونه هم دغسې پاتې دي ٬ په كال 2022-23 كښې نزدې 21 ملینه جېنكۍ په تعل??مي ادارو كښې داخلې شوي كومه چې د 25 ملين هلكانو په مقابل كښې ټېټه شمېره ده٬ اګر چه د دې فرق خاتمې لپاره اقدامات شوي خو ا??س هم صنفي تفريق موجود دے٬ په خاص توګه نزدې 13.71 ملینه ا??س هم د سكولونو نه بهر دي او د هلكانو په مقابل كښې د جينكو دا شمېره سكولو ته د تللو 7 فيصده كمه ده ۔ د تعلیمي ادارو شمېرو تر مخه په پاكستان كښې 2 لكه 38 زره 718 تعل??مي ادارې موجود دي، چې پكښې 28 فيصده جينكو لپاره، 41 فیصده هلكانو لپاره او 31 فيصده مخلوط تعل??مي ادارې دي۔ د رپورټ له مخې ځېنې سيمو كښې په سهولتونو كښې بهتري راغلې خو 4 فيصده هلكانو لپاره د سكول مناسب ودانۍ ا??س هم نشته ٬ او لس فيصده سكولونه د تل پاتي تعميراتي معيار له مخې نه دي ٬ د دې نه علاوه د انفراسټرکچر مسئلې ا??س هم شته٬ د انجونو د 25 فيصده سكولونو مرمت ته ضرورت دے٬ د 6 فيصده حالت خطرناك ګرځولے شوے ٬ په 14 فیصده سكولونو كښې بېت الخلا نشته، 17 فیصده كښې د څښلو اوبه نشته او په 22 فيصده سكولونو كښې بجلي نشته ٬ په دې مسئلو قابو موندلو لپاره نورې پام لرنې او سرمايه كارۍ ته اړتيا ده
په يو كال كښې 21 ملينه انجونه په تعليمي ادارو كښې داخلې شوي۔ د پاکستان انسټي ټيوټ آف ايجوکيشن د انجونو تعليم پحقله د كال 23-2022 رپورټ
TP Card Game Honest Betting Platform
مضمون کا ماخذ : میٹھا بونانزا