واشنګټن۔4 ستمبر(اے پی پی) په امريكا كښې د پاكستان نوي سفير رضوان سعيد شېخ په امريكائي كانګرېس كښې د پاكستان كاكس غړي تام سوزي سره ټېلېفوني خبرې كړي په كومو كښې چې د دوه اړخيزه مرستې په لا پياوړتيا د خيالاتو څرګندونه ??وې?? د پاكستان سفارت لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې ټام سوزي پاكستاني سفير ته په امريكا كښې د نوو ذمه وارو په سنبالولو مباركي وركړه۔ پاكستاني سفير دواړو هېوادونو او سيمې لپاره د پاك امريك?? اړيكو په اهميت زور راوړو۔ د پرېس ریلیز له مخې پاكستاني سفير رضوان سعید شېخ په دوه اړخيزه مثبته همكارۍ خپلو خبرو كښې ووئيل مونږ ګڼ اړخيزه اړيكې او په خاص توګه اقتصادي اړيكې لا پياوړې كولو له د خېرسګالۍ او د ملګرتيا جذبې په بشپړ ډول د كارولو عزم لرؤ۔ سفير د آزادۍ ورځې په موقع د خېر سګالۍ او مباركۍ په پېغام د ټام سوزي مننه وكړه۔ د كانګرېس غړي ټام سوزي د پاك امريك?? اړيكو په پياوړتيا او هېواد لپاره د خذمات په ترسره كولو د پاكستاني كميونټي ستائنه وكړه۔ د خبرو په مهال دوئي پاك امريك?? اړيكې مضبوطولو ٬ په اولسي كچه اړيكو ته ودې وركولو له په ګډه كار كولو او په امريكائي كانګرېس كښې د پاكستان كاكس لا فعاله او مضبوطولو له د عزم پخلے وكړو
امريكا كښې د پاكستان سفیر رضوان سعید شیخ په كانكريس كښې د پاكستان كاكس غړي ټام سوزي سره ټيليفوني خبرې٬ د دوه اړخيزه مرستې په لا پياوړتيا د خيالاتو څرګندونه
Lucky Cat Official Entertainment Platform
مضمون کا ماخذ : loteria estadual