کوئټه۔21مئی(اے پی پی) د پي ټي وي اېم ډي ??هيل علي خان د پي ټي وي سېنټر کوئټه دوره وکړه او د پروډکشن معيار يې جاج واخست۔ په دې موقع هغه د سيمه ايزو ژبو تر ټولو لوې نيټ ورک پي ټي وي بولان د لومړي ټرانسميټر پران??ته وكړه۔ د عصري ټرانسمیټر نصبولو سره، د بولان خپرونې به اوس يو اېچ اېف عامې انټينا سره كتلې هم شي۔ ډائرېكټر انجينئرنګ عارف نور او انجينئرنګ منېجر (كوئټه سېنټر) سید نبي جان اغا دوی ته د ټرانسمیټر نصبولو او خپرونو په اړه بريفنګ وركړو۔ د 500 واټ ټرانسمیټر له نصبولو ورو??ته د بولان د خپرونو شبكه زیاته شوې ده۔ اوس به د بولان خپرونې په هغو سیمو کښې هم لیدل کېدې ??ي كومې چې د کېبل یا ډش انټينا اسانتیا نه لري۔ د يوې اندازې له مخې د ټرانسمیټر نصبولو ورو??ته به له 30 څخه تر 35 لکو پورې نور خلک د پي ټي وي کورنۍ برخه جوړ شي۔ د پي ټي وي اېم ډي ??هېل علي خان په كوئټه كښې د ورچوئل سټوډيوز جوړولو احكامات هم جاري كړل۔ د دورې په م??ال دوئي ته جنرل مېنېجر سيد فهيم شاه د نيوز ٬ كرنټ افيئرز او پروګرامونو په اړه بريفنګ وركړو۔ ده ته ووئيلې شؤ چې كوئټه سېنټر څخه په براهوی ، بلوچی او پښتو ژبو كښې پروګرامونه خپرولې شي۔ سی بی اے مشعل یونین هم اېم ډي پي ټي وي سره ملاقات وكړو۔ اېم ډی سهیل علی خان په كوئټه سېنټر كښې د ټېکنیکل ایریا په شمول د نورو څانګو دوره هم وكړه۔ هېډ آف ډيپارټمنټس د خپلو خپلو څانګو د ذمه وارو او پرفارمنس په اړه اېم ډي ??هېل علي خان خبر كړو۔
د پي ټي وي ايم ډي سهيل علي خان د كوئته سينټر دوره ٬ د سيمه ايزو ژبو تر ټولو لوې نيټ ورك اولني ټرانسميټر پرانسته
Geely card game online entertainment APP
مضمون کا ماخذ : مصر کی میراث