جنيوا 09 جنوری (اے پی پی)د ماحولياتي بدلون وفاقي وزيرې سنېېټر شيري رحمان وئېلي دي پاكستان ته د سېلاب له امله زيات زيان رسېدلے٬د بحالۍ او تعميرنو كار لوي چېلنج دے٬كوم لپاره چې د نړيوالې ورورولۍ مرسته او ملاتړ مهم دے٬په دې لړ كښې د تكنيكي كار استعداد سره سره فنډنګ او وسائل د تعطل نه بغېر وركړه ضروري ده۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د ګل په ورځ ریزیلیئنټ انټرنیشنل کانفرنس ته د وېنا كولو په مهال كړې۔وفاقي وزيرې ووئيل پاكستان د ماحولياتي بدلونونو له امله د رامخې ته كېدونكو خطرو په اړه په فرنټ لائن دے٬دا اثرات د اوسنو سېلابونو په صورت څرګندېږي د كومو مشاهده چې د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل٬نړيوالو ادارو٬زمونږ پارټنرز او نړيوالو تنظيمونو هم كړې۔دې ووئيل د سېلاب له امله 33 ملينه كسان ځپلې شوي كومو لپاره چې داروګان٬خوراك٬استوګنې او د روزګار پشان بنيادي ضروريات پوره كول يو لوي چېلنج جوړ شوے۔دې ووئيل پاكستان په يواځې په دومره لويه پېمانه د بحالۍ او تعمير نو كار بشپړولې نه شي٬دې لپاره د نړيوالې وروورلۍ د مرستې ضرورت دے۔دغسې دې د پاكستان تكنيكي د كار استعداد سره سره فنډنګ او په وسائل د تعطل نه غېر د رسنې په اهميت هم رڼا واچوله۔
پاكستان ته د سېلاب له امله زيات زيان رسېدلے ٬د بحالۍ او تعميرنو كار لوي چېلنج دے۔د موحولياتي بدلون وفاقي وزيرې سېنېټر شيري رحمان ریزیلیئنټ انټرنیشنل کانفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : melhores loterias do Brasil