اسلام آباد 01 جنوري(اے پي پي) د خارجه دفتر وي??ند زاهد حفيظ چوهدري وئيلي دي چې هندي عزائم سيمه ايز امن او سلامتيا لپاره سنګين خطر دي، پاکستان ټولو ګاٶنډي هېوادونو سره خوشګوارې اړيكې غواري، پاکستان به د خپلواكۍ حق ترلاسه كېدو پورې كشميري اولس سره اوږ?? په اوږه ولاړ وي۔ د جمعې په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال د خارجه دفتر وي??ند ووئيل په مقبوضه کشمير كښې په كال 2020 كښې د هندي قابض ځواكونو لخوا په بې ګناه كشميريانو د ظلمونو او تشدد سلسله جاري وه٬ د پنځم اګست كال 2019 نه پس هندي حكومت د رياستي ترهګرۍ په مهال په مقبوضه كشمير كښې د جعلي مقابلو او سرچ اپرېشن په مهال د مېرمنو او كوچنيانو پشمول د 300 نه زيات بې ګناه كشميريان شهيدان كړي او هم دغه موده كښې ئې 750 ژوبل كړي٬ 2770 كسان په حراست كښې اخستې شوي او كشميري برادرۍ ته اجتماعي سزا وركولو لپاره ئې 922 كورونه ړنګ كړې دي دي۔ وي??ند ووئيل د مقبوضه کشمير مسلم اکثريتي آبادۍ په اقليت كښې د بدلولو هندي اېجنډې له مخې د بي جے پي حکومت غېر کشميريانو ته د دوه ميليونه نه زيات جعلي ډوميساېل سندونه جاري كړې دي۔ وي??ند د دختران ملت کشميري تنظيم باني لارښوده او د کشمير “آئرن لېډي” آسيه اندرابي پشمول د کشميري لارښودو شبير احمد شاه، ياسين ملك، مسرت عالم بټ، محمد اشرف صحرائي، سيد عل?? شاه ګېلاني او د مير واعظ عمر فاروق پرله پسې د حراست او د دوي د صحت په ناوړه او ځپلي صورتحال د تشويش څرګندونه كړې۔ وي??ند ووئيل چې پاکستان په خاص توګه آسيه اندرابي سره د غېر انساني او غېر قانوني سلوك په اړه د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر او د يو اين هيومن رائټس کمشنر ته چيټۍ ليكلے دي۔ وي??ند ووئيل هند پخپلو كورنيو معاملو كښې د ناكامۍ او د صورتحال نه پام اخوا كولو لپار?? په لائن آف كنټرول اړي ګړي له هوا وركوي۔ وي??ند ووئيل پاكستان به د خپلواكۍ حق ترلاسه كېدو پورې د كشميري اولس ملاتړ جاري ساتي۔ د افغانستان پحقله وي??ند د دې باور څرګندونه وكړه چې ?? جنورۍ په 5مه نيټه د انټرا ا??غان مذاکراتو راتلونكې پړاٶ به ګټور ثابت شي۔ ده ووئيل پاكستان په سوله ايز ډول د افغان شخړې هوارې غواړي، پاکستان د تېر كال په مهال د جاري افغان امن عمل بشپړه ملاتړ كړې او پاكستان د امريكې او طالبانو د امن تړون، انټرا ا??غان مذاکرات او په دسمبر كښې په دوحه كښې د افغان ډلو ترمېنځه د لوظنامې پحقله د طريقه كار په سهولت كارۍ كښې اهم كردار لوبولې۔ وي??ند ووئيل پاكستان يوازنې هېواد دې كوم چې ?? وړاندې نه دا وئيل چې ??فغان شخړه كوم پوځي حل نه لري او دا شخړه هم يوازې د سوله ايز او سياسي تصفيې د لارې هوارېدې شي۔ وي??ند ووئيل پاكستان ټولو ګاٶنډي هېوادونو سره خوشګواره اړيكې غواړي خو د هند غېر ذمه وارانه كاروائۍ او بيانونه د منطقې امن او سلامتيا لپاره سنګين خطر دي۔
هندي عزائم سيمه ايز امن او سلامتيا لپاره سنګين خطر دي، پاکستان ټولو ګاٶنډي هېوادونو سره خوشګوارې اړيكې غواري۔ د خارجه دفتر وياند زاهد حفيظ چوهدري اوونيز بريفنګ
مضمون کا ماخذ : اسٹریٹیجیا لاٹوفاسیل