اسلام آباد 03 نومبر(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله خان په الله والا چوك كښې د ډزو د پیښې او سوچ سخته غندنه كولو سره د پنجاب حكومت نه غوښتنه كړی چې د پېښې سپيځلو پلټنو لپاره د لوړ پوړو چارواكو جي آئي ټي تشكيل كړي٬ د ډزو كونكي ك?? د نيولو او اعترافي بيان نه پس د پي ټي آئي مشرتابه لخوا په وزيراعظم٬په ما او اداره تورونه كوم جواز نه لري٬بايد په امنيت نه وركولو د پنجاب وزيراعلٰی استعفٰی وړاندې كړي٬كه هر وخت د تشدد د فصل كر كوئ ٬د وهلو خبرې كوئ نو د تشدد او نفرت بيانيه به دغسې عملي كېږي٬تاسو دا مه هيروئ چې د دې ښكار به يواځې مخالف وي بلكې تاسو به پخپله هم د دې ښكار ګرځۍ٬يوه اداره كومه چې په سياسي توګه ستاسو په كار نه راځي٬هغوي بيا تر اقتدار رسولو نه انكار كړے٬ستاسو د سياسي خواهشات ترسره كولو څخه يې معذرت كړے ٬نو بيا ولې په هره چاره كښې هغوي يادوۍ٬هغه اداره د دې هېواد د بقا٬دفاع او پولو ساتندويه ده٬د دغې ادارې په ضد داسې كمپائن چلوې كوم چې دښمن هېواد خوښوي ۔ده د جمعې په شپه پي ټي وي هېډكوارټر كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب سره پرېس كنفرنس ته خطاب كولو۔ده و??ئيل نن مازيګر په الله والا چوك كښې په رامخې ته شوې پېښه كښې د عمران خان او فيصل جاوېد پشمول پنځه كسان ژوبل شوي او معظم نومې س??ے په حق رسېدلے دے۔مونږ د دې پېښې د زړه نه غندنه كوو۔ده و??ئيل په سياست كښې د پرېس كنفرنس يا د وېناګانو تر حده د چا ځواب وركړے كېږي٬مونږ خو په دې كښې هم شائستګي٬عزت او احترام ساتو۔له بده مرغه د 2014 نه يو داسې روش اختيار كړے شوے چې د سياسي احترام ٬ روادارۍ او د نورو د عزت خيال ساتلو په ځاې د هغوي په بې عزتۍ زيات زور راوړلے شي٬ ده و??ئېل دا څيزونه كه د سياسي بيانونو او وېناګانو تر حده پاتې شي نامناسب دي خو د زغملو جوګه دي خو په دې كښې چې كله تشدد شامل شي نو د داسې سوچ او ذه?? مونږ عمر له مخالفت كړے ۔ده و??ئيل وزيراعظم شهباز شريف د مسلم ليګ(ن)مشر نواز شريف پشمول مونږ ټولو د زړه نه په دې پېښه خفګان ښكاره كړے۔ده و??ئيل په دې پیښه كښې د پي ټي آئي ك??ركن چا چې بريد كونكے په موقع نيولے د هغه او د پوليس د كاروائۍ ستائنه كوم٬ داخله وزير وو??ېل كه داسې نه و?? شوې نو ځينې خلقو ته به د سياسي دوكان لګولو موقع په لاس ورغلې وه۔ده و??ئيل وزيراعظم د پنجاب حكومت نه د دې پیښې رپورټ غوښتے دے٬په كوم چې داخله وزارت د پنجاب حكومت ته ليكلې مراسله لېږلې ده ۔ده و??ئيل داخله وزارت پنجاب حكومت ته دا هم باور وركړے چې په دې حقله كومه مرسته پكار وي د پلټنو لپاره د هغې وركولو له و??اق چمتو دے ۔وفاقي حكومت د پنجاب حكومت نه دا هم غوښتنه كړې چې د دې پېښې پلټنو لپاره د سينئر افسرانو جي آئي ټي تكيل كړي چې دغسې د ابتدائي پړاؤنو نه د تفتيش عمل سپيځلے او مستند وي او اصل صورتحال خلقو ته ورمخې ته كړے شي۔د كورنيو چارو وزير وو??يل اسد عمر د عمران خان د اړخه بيان وركړے چې د دې پیښې ذمه وار داخله وزير او يوه اداره ده۔ده و??ئيل د بريد كونكي د اعترافي بيان نه پس داسې بيانونه كوم جواز نه لري٬پنجاب كښې د پي ټي آئي حكومت دے او دغه تهاڼه د ګجرات ده٬هغه خبره چې كومه د وړومبي موقف په توګه رامخې ته شوې٬هغه دلته بيا كول نه غواړم۔ده و??ئيل چې كله د قام ځوانان ګمراه كوئ نو په دغې كښې څه ګمراه ستاسو خلاف هم كېدے شي٬د كوم تفتيش او شواهدو نه بغېر دا پېښه د ناوړه سياسي مقاصدو لپاره د استعمالولو هڅه شوې۔د دغې سوچ هم سخته غندنه كوم۔ده و??ئيل په دې پیښه كښې د حق رسېدلې معظم ماشومان هم موجود وو٬هغه س??ے په دغه هله ګوله كښې په سينه لګېدلے دے٬د هغه وژنه هم د سياسي مقاصدو لپاره كارولې كېږي٬ده و??ئيل مونږ خپل حساب كړے٬ تاسو هم وكړئ چې په دې ناوړه پیغام څومره خلق بهر راوتلے شي ۔داخله وزير رانا ثناﺀ الله وو??يل كه په دې پیښه كښې څه ډول بې غوري رامخې ته شوه چې د امنيت انتظامات مناسب نه و?? نو د دې ذمه وار به پنجاب حكومت وي۔ده و??ئيل د ملزم ابتدائي بيان اهميت لري٬هغه وېډيو رېكارډ كول پكار وه٬پوليس سمه لاره خپله كړې خو دغه وېډيو مېډيا له تلل نه و?? پكار۔ ده و??ئېل شرم پكار دے چې په دغې زما او وزيراعظم نه استعفٰی غواړي۔د يوې پوښتنې په ځواب داخله وزير وو??يل د دې پېښې چې څنګه خوښه و?? اېف آئي آر دې درج كړي ٬ حقائق او شواهد به دا ثابتوي٬د بريد كونكې وېډيو به چرته اوړي٬دا ملزم د پوليس په مرسته په موقع نيولے شوے۔ده و??ئيل دا په رېښتيا خوني لانګ مارچ ؤ ٬ هره ورځ يې د چا قيمتي ځاني زيان كړے ٬په دې پېښه كښې چې څوك ژوبل شوي د هغوي صحت لپاره لاس په دعا يو۔د يوې پوښتنې په ځواب ده و??ئيل فواد چوهدري چې دا وئېلي دي چې راوځۍ او بدل واخلئ ٬ دا سوچ ډېر خطرناك دے ٬دې سوچ ختمولو لپاره په قامي توګه ټولو طبقو له يو كېدل پكار دي۔ده و??ئيل د سياسي چارو حل عمر له په ګډه خبرو څخه راوځي٬د سياسي ك??ركن په توګه په دې حقله كومه بله رائے نه لرلې كېږي٬حكومت او اپوزېشن له په هره چاره خبرې اترې پكار دي۔ده و??ئيل د چا سره خبرې نه كول خو آئين او جمهوريت كښې كوم ګنجائش نه لري٬د عمران خان بيانيه د تباهۍ ده٬عدليه او ټولو ادارو له خپل كردار ترسره كول پكار دي ٬ ګينې په كومه لاره چې هغه روان دے هغه د تباهۍ ده۔د يوې پوښتنې په ځواب ده و??ئيل اولسي غونډې چې چرته هم كېږي نو كوم هم تشدد ذه?? لرونكے ترې ګټه پورته كولې شي٬كوم تورن چې نيولے شوے د هغه بيګ راؤنډ به هم رامخې ته شي۔
د ډزو كونكې نيولو او د اعترافي بيان نه پس د پي ټي آئي مشرتابه لخوا په وزيراعظم٬په ما او اداره تورونه كوم جواز نه لري٬بايد په امنيت نه وركولو بايد د پنجاب وزيراعلٰی استعفٰی وړاندې كړي۔د كورنيو چارو وزير رانا ثناﺀ الله پرېس كنفرنس
مضمون کا ماخذ : números da sorte loteria