اسلام آباد۔22 نومبر(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ ٬ اصلاحات او خصوصي اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال په بلوچستان كښې د 400 اربه څخه د زياتو روپو سړكونو جوړولو په منصوبو د پېشرفت جاج واغست او چارواكو ته يۍ هدايت وكړو چې دا منصوبې دې په درې كاله كښې دننه بشپړې كړې شي ، دا منصوبې د سيمې پرمختګ او تړون ته ودې وركولو له زياتې مهمې دي۔ د جمعې په ورځ وفاقي وزير احسن اقبال د پی اېس ډي پی 25 ۔ 2024 منصوبو پېشرفت په ره د اړوندې غونډې مشري وكړه۔ غونډې ته د منصوبه بندۍ وزارت اعلی چارواكو په ګرد هېواد كښې د پي اېس ډي پي منصوبو لپاره د بېل كړي فنډز ٬ اجراﺀ او تر دې دمه د شوو خرڅونو په اړه بشپړ بريفنګ وركړو۔ وفاقی وزیر غونډې ته خپل خطاب كښې د منصوبه بندۍ وزارت چارواكو ته هدايت وركړو چې هغوي د پي اېس ډي پي لاندې د روانو ټولو منصوبو په وخت بشپړولو ل هتګلاره وضعه كړي۔ وفاقی وزیر په بلوچستان كښې د 400 اربه روپو څخه د زياتو روپو د منصوبو جاج اغستو سره چارواكو ته هدايت وكړو چې هغوي دا منصوبې په درېو كالو كښې دننه بشپړې كړي۔ ده ووئيل حكومت د بلوچستان منصوبې په ترجيحي بنيادونو بشپړول غواړي۔ وفاقی وزیر ووئيل په كومو منصوبو چې 80 فيصده كار شوے هغې لپاره دې په ترجيحي بنيادونو فنډز برابر كړې شي دغسې چې هغه په وخت بشپړې كړې شي۔ ده هدايت وكړو چې په بهرنۍ مرسته روانې منصوبې دې هم زر تر زره بشپړې كړې شي دغسې چې د راروان مالي كال په پي اېس ډي پي كښې د نوو منصوبو شاملولو ګنجائش پېدا كړے شي۔ ده ووئيل د راروان مالي كال پی اېس ډی پی به ’’فائیو ایز‘‘ او د 5 كلنې منصوبه بندۍ هدفونو سره تړلې وي۔ وفاقی وزیر ووئيل د پي اېس ډي پي لاندې روانې منصوبې نه يوازې دا چې د هېواد پرمختګ لپاره مهمې دي بلكې اولسي خېر ښیګړې لپاره ضرروري هم دي ٬ له دې كبله دا به په هر صورت په وخت ترسره كول وي دغسې چې اولس ته په وخت د منصوبو ګټه ورسي
د احسن اقبال په مشرۍ كښې غونډه ٬ په بلوچستان كښې د 400 اربه روپو سړكونو جوړولو د منصوبو جاج واغستلے شو
مضمون کا ماخذ : فائر جوکر