اسلام آباد 29 اګست (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي به د پارلمان شريكې غونډې ته (نن) د جمعې په ورځ ماښام پنځه بجې وېنا كوي ٬ په دې لړ كښې د ق??مي اسمبلۍ سېكټرېټ كښې ټولو انتظاماتو ته حتمي شك?? وركولو سره مېلمنو ته بلنې لېږلې شوي۔ د ق??مي اسمبلۍ سېكټرېټ وياند له مخې د پارلمان د ګډې غونډې ته به اولس مشر ماښام پنځه بجې وېنا ك??ي چې ورسره به د اوسنۍ قامي اسمبلۍ دوېم پارلماني كال پېل شي٬ د ق??مي اسمبلۍ سېكټرېټ د آئيني ادارو مشرانو٬ د د??يو واړو وسله والو ځواكونو مشرانو او سفيرانو پشمول د پارلمان غړو او د وفاقي وزيرانو دعوت نامې لېږلې دې۔ د امنيتي انتظاماتو په اړه ټولو پارلماني غړو او وفاقي وزيرانو ته امر شوې چې ھغوي دي ځان سره مېلمه نه روالي او نه به د دوي ګاډز ته پارلمان ته د د??خلېدو اجازه وي۔ د يادونې وړ ده د آئين د آرټيكل 54 له مخې د هر پارلماني كال په پېل اولس مشر شريكې غونډې ته وېنا كوي او اولس مشر د سېنېټ او قامي اسمبلۍ ټول پارلماني كال لپاره خپله وېنا كښې لا??ښوونه كوي۔(ګ ل
اولس مشر ډاكټر عارف علوي به د پارلمان شريكې غونډې ته (نن) وېنا كوي
مضمون کا ماخذ : پنجاب لاٹری