لاهور۔13اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضی سولنګي وئيلي دي د حلقه بندو پړاؤ بشپړېدو څخه وروستو به د ټاكنو خ??مي نېټه اعلان كولې شي٬ هيله ده چې د راروان كال 2024 جنورۍ مياشتې تر پايې ټول ټاكنې وكړې شي٬ د مستقل پالېسيو خپلولو اختيار ټاكلي حكومتونه لري٬ د رېډيو پاكستان بحالۍ له به كوټلې هڅې كوؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د رېډيو پاكستان نیوز اېنډ کرنټ افیئرز ??رو??ر??م لاهور ان سائیټ كښې وكړه۔ نګران وفاقی وزیر ووئيل د الېكشن كمېشن له مخې ټاكنې به د جنورۍ مياشتې په وروستۍ اونۍ كښې كولې شي۔ په 30 نومبر به د حلقه بندو ح??مي فهرست جاري كړے شي دې څخه وروستو به ح??مي نېټه اعلان كړې شي۔ د يوې ??وښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پاکستان براډ کاسټنګ کارپورېشن د نړيوال معيار اداره ده۔ ده ووئيل ریډیو پاکستان به د عصري غوښتنو له مخې روانول وي۔ ده ووئيل كله چې رېډیو پاکستان ډیجیټل براډ کاسټنګ سره منسلك كړے شي نو دې سره به د برېښنا بچت وشي۔ ده ووئيل دا وخت رېډیو پاکستان ځينې مالي مسئلو سره مخ دے?? د 90 تر لسيزې به د رېډیو لائسنس په مد كښې فيس وصولولے شو كوم چې ختم كړے شوے او اوس د وفاقي ګرانټ نه علاوه د آمدن بله كومه ذريعه نشته۔ ده ووئيل تېر حكومت چې د ریډیو لائسنس فیس په اړه كوم ګامونه پورته كړي مونږ هغه مخ په وړاندې بيايو او هيله ده چې ډېر زر به رېډیو پاکستان ته د پېښو مالي مسئلو حل په اړه ښه خبر ترلاسه شي۔ ده ووئيل زه چې كله د رېډيو پاكستان ډي جي ووم نو دغه وخت د رېډیو پاکستان په اردو او انګلېسۍ ژبو كښې د وېب سائټس اجرا كړې وه۔ د رېډیو پاکستان ټویټر اکاؤنټ هم ما جوړ كړے ؤ كوم چې نن 10 لکه فالورز لري۔ ده ووئيل د ریډیو پاکستان اولنے ډی اېس اېن جی زما په دور كښې شروع شوې ??ه۔ ده ووئيل هيله ده چې راروان حكومت به د رېډيو پاكستان په شمول د نورو رياستي نشرياتي ادارو جدت لپاره خپلې هڅې وكړي۔
د حلقه بندو پړاؤ بشپړېدو څخه وروستو به د ټول ټاكنو ختمي نېټه اعلانولې شي ٬ د رېډيو پاكستان بحالۍ له به كوټلې هڅې كوؤ٬ د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضی سولنګي
Ninja Raccoon Mania Entertainment Platform Website
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے لائیو نتائج