اسلام آباد 08 نومبر (اے پي پي) د مذهبونو ترمېنځه همغږۍ لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ح??فظ طاهر محمود اشرفي د فلسطين او کشمير مس??لې د اسلامي نړۍ مس??لې ګرځولو سره وئيلي دي مسجد الاقصيٰ د امت مسلمه ٶ ،دے او وي به٬ په سوشل ميډيا د اسرائيل او هند اکاونټس څخه د اولس د غزه په مسئله د ګمراه كولو هڅه شوې۔ د شورو په ورځ هيومين رائټس کونسل آف پاکستان تر سېوري لاندې د فلسطين کنفرنس په مهال ده ووئيل نن په ګرده نړۍ كښې بس غزه يوه موض??ع ده٬ دا د دوو هېوادونو نه بلكې د انسانيت او د امت مسلمه مسئله ده۔ ده ووئيل په دې لړ كښې دې ووئيلے شي چې د غزه د بې ګناه ماشومانو او مېرمنو څه جرم دے، چا چې به د مېرمنو د حقونو خبرې كولې ھغوي نن په غزه كښې په بې ګناه كوچنيانو او د مېرمنو په ظلمونو ولې غلې دي، دوي ته په غزه كښې انسانان ولې نه ښكاري۔ ده ووئيل د غزه په معامله به مونږ ټولو له پخپل خپل ځاے غږ پورته كول وي۔ کنفرنس كښې د جماعت اسلامي پخوانۍ اېم اېن اے عائشه سيد ، د هيومين رائټس کميشن آف پاکستان چيئرمين جمشېد احمد، بريګيډيئر(ر) سلطان محمود ستي ، د اے پي اېچ سي شېخ ع??يق ، سيد سبط الحسن او مذهبي سکالر خالد محمود عباسي هم وېنا وكړه
مسجد الاقصيٰ د امت مسلمه ٶ ،دے او وي به، د فلسطين د شهيدانو قربانۍ به عبث نه ځي۔ د حافظ طاهر محمود اشرفي فلسطين کنفرنس ته وېنا
Red Line Sprint Entertainment Platform Link
مضمون کا ماخذ : ہیوگو 2