اسلام آباد۔2دسمبر(اے پی پی) نګران و??يراعظم انوار الحق كاكړ د موسمياتي بدلونونو مخنيوي لپاره د 100 اربه ډالرو مرستې لوظونو په سمدستي توګه د پاللې كېدو په حاجت زور روړلو سره وئيلي دي چې په پرمختګ كوؤ??كو هېوادونو د موسمياتي بدلونو اغېزې كمولو لپاره د اقداماتو عملي كولو په لړ كښې دې مرسته ته اړتيا ده۔ ده دا خبره د خالي په ورځ په دبۍ كښې د كوپ 28 كنفرنس په مهال خپل قومي بيان كښې وكړه۔ ده ووئيل دا مرسته بايد د پرمختيائي فنانس او د پرمختګ كوؤ??كو هېوادونو په قرضونو كښې د لا اضافې په قيمت نه وي۔ وزيراعظم ووئيل د موسمي بدلونونو اغېز كمولو له به پرمختګ كړې هېوادونو له خپل اقتصادي حېثيت او تاريخي ذمه وارۍ سره سمون لرونكې د مشرۍ كردار ترسره كولو سره د پرمختګ كوؤ??كو هېوادونو مرسته كول وي۔ وزيراعظم ووئيل د موسمياتي بدلون حوالې سره نړيوال ثبات ترلاسه كولو له د موسمياتي موافقت په ښكاره نړيوالو هدفونو٬ اشاريو او د باقاعده څارنې په پېشرفت اډانه لرونكې د يوې تګلارې په صورت كښې نتيجه ترلاسه كولو ته اړتيا ده۔ نګران و??يراعظم ووئيل د كوپ 28 كنفرنس سره ډېرې هيلې تړلي دي او هيله لرؤ چې دې سره به د عملي اقداماتو لپاره لاره هواره کړې شي۔ وزيراعظم د موسمياتي بدلونو چېلنجونو مخنيوي او مسئلو حل كولو او دې سره د اړوندو اقداماتو عملي كولو لپاره پرمختګ كوؤ??كو هېوادونو سره د مالياتي مرستې ٬ د كار استعداد پياوړې كولو او د ټېكنالوجۍ په برابرولو زور راوړو۔ ده ووئيل تيرکال پاکستان کښې تر ټولو بد سيلابونه راغلى وؤ اؤ سږ کال به د تاريخ تر ټولو ګرم کال وي۔ وزيراعظم ووئيل په ګلاسكو كښې د كوپ 26 په موقعه پاکستان تر ك??ل 2030 ماح??ل ته د زيان رسؤو??كو ګازونو په اخراج كښې په مجموعي توګه د 60 فيصده كمي په هدف اډانه نظرثانی شوې نېشنل ډیټرمنډ کنټری بیوشن (اېن ډی سی) وړاندې كړې وو٬ د روان كال په مهال پاكستان يو بشپړه قومي موافقت پلان وړاندے كړے دے او اختراقی لیونګ انډس انېشئټو هم پېل كړې شوې ده كوم څخه چې موسمیاتی بدلونونو او فطرت لپاره زمونږ د پام او عزم عكاسي كېږي۔ ده ووئيل په موجوده غونډه كښی به پاكستان خپل اولنې اپ ډېټ رپورټ هم وړاندې كړي۔ ده ووئيل تېر كال پاکستان د ګلوبل لاس اېنډ ډیمیج فنډ په هڅه كښی د لارښودنې كردار ترسره كړې وو او سږ كال مو دې لپاره د مناسب انتظاماتو فعال كولو له كار وكړو۔ ده ووئيل د موسمياتي انصاف تقاضا ده چې پرمختګ كوؤنكي هېوادونه دې د ملګرو مل??ون?? د تلپاتي پرمختګ هدفونو ترلاسه كولو جوګه كړې شي۔ ده ووئيل د موسمياتي بدلونو اغېزې مخنيوي له پرمختګ كوؤ??كو هېوادونو لپاره اضافي مالياتي ګرانټس ضروري دي۔
د موسمياتي بدلونونو مخنيوي لپاره د 100 اربه ډالرو مرستې لوظونه بايد وپاللې شي٬ كوپ 28 سره به د عملي ګامونو لاره هواره شي٬ د وزيراعظم انوار الحق كاكړ كنفرنس كښې قامي بيان
Golden Pig Video Game Entertainment Platform Link
مضمون کا ماخذ : como jogar dupla sena