اسلام آباد۔10مارچ (اے پی پی) د رمضان المبارك مياشت ليدلو له د مركزي رويت هلال كمېټۍ غونډه (سبا) د ګل په ورځ په پېښور كښې د منتظم اوقاف په دفتر كښې د مول??نا سید محمد عبدالخبیر آزاد په مشرۍ كښې كيږي۔ په غونډه كښې به د مركزي او زونل رويت هلال كمېټيو معزز غړي ګډون كوي په كومو كښې چې د مذهبي چارو وزارت ډي جي سید مشاهد حسین خالد، د خلائی او بالائی ماحولیات ریسرچ کمېشن غلام مرتضیٰ٬ ډاکټر عبد الرشید او نور شامل دي۔ د پاكستان د موسمياتو محكمې څخه به سردار سرفراز او د سائنس او ټېكنالوجۍ وزارت څخه به زین العابدین هم به غونډه كښې ګډون كوي۔ د مركزي رويت هلال كمېټۍ په معزز غړو كښې یاسین ظفر، علامه ډاکټر محمد حسین اکبر، مفتی فیصل احمد، قاری عبدالرؤف مدنی، مفتی علی اصغر عطاری، مفتی یوسف کشمیری، مفتی ضمیر احمد ساجد، پیر سید شاهد علی،مول??نا عبدالمالک بروهی، مول??نا اشرف علی، مفتی قاری مهر اللہ، صاحبزادہ سید حبیب اللہ چشتی او مول??نا اسد زکریا قاسمی شامل دے۔ د زونل کمېتۍ په استازو كښې مول??نا احسان الحق، مول??نا مفتی فضل اللہ، مول??نا محمد علی شاہ، مول??نا سید عبدالبصیر رستمی، علامه عابد حسین شاکری او د مفتی عتیق اللہ قادری نور معزز علماﺀ كرام شامل دي۔ مول??نا سید محمد عبدالخبیر آزاد په دې خبره زور راوړے دے چې د رمضان المبارک 1445 هجری مياشت ليدلو پرېكړه كولو له د ګرد هېواد زونل كمېټيو غونډې به په اړوند هېډ کوارټرز لاهور، کراچۍ، کوئټه او اسلام آباد كښې كيږي۔ ده د پاكستان ټولو وګړو ته مياشت ليدلو له د اهتمام كولو اپيل كړے دے او هيله يۍ ښكاره كړې ده چې په ګرد هېواد كښې به په يوه ورځ روژه نيولې شي۔ ده د مياشتې په اړه رابطه كولو له خصوصي لمبرې هم وړاندې كړې په كومو كښې چې د چیئرمین (0321-9410041 / 0333-9100619)، ډی جی مذهبی امور (0300-6831822)، او د آفس اېډمنسټرېټر اوقاف پېښور (091-9330427) لمبر شامل دے۔
د رمضان المبارك مياشت ليدلو له د مركزي رويت هلال كميټۍ غونډه د ګل په ورځ كيږي
Wild Bounty Showdown Official Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : jogos de azar no Brasil