اسلام آباد۔16مئی (اے پی پی)پاکستان او د برطانیي تر مېنځه د وسلو کنټرول او نه خپرولو په اړه د خبرو اترو 6 پړاؤ اسلام آباد كښې تر سره شو ۔ خارجه ایډیشنل سیکرټري محمد کامران اختر او د برطانیي د خارجه، کامن ویلتھ اینډ ډویلپمنټ آفس دفاع او نړيوالې سلامتیا لپاره ډائرېكټر سټیفن للي د خپلو خپلو پلاويو مشري وكړه ۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياندې د اړخه جاري ب??ان تر مخه د خبرو اترو په مهال د وسلو په کنټرول، تخفيف او نه خپرولو په سر خط خبرې وشوې?? فریقینو د نړيوالې او سيمه ايزې سلامتیا، نوې او رامخې ته كېدونكو ټیکنالوجیز بشمول د مصنوعي زيركتيا په پوځي استعمال او د جوهري ټیکنالوجۍ په امناكه كارولو په اړوندو مسائلو خپل خپل نقطه نظر شريك كړو۔ د ب??ان تر مخه په دې خبرو كښې د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ د فرسټ کمیټۍ په ایجنډا، د وسلې په تخفیف کانفرنس سره سره د نړېوالې جوهري توانائۍ ایجنسي (آئی ??ے ای اے) او د کیمیائي وسلو د مخ نوي تنظیم (او پی سي ډبلیو) په اړه چارې شاملې وې۔ ب??ان كښې لا ووئېل شول چې خبرې په زړه پورې ماحول كښې وشوې او دو??ړو هېوادونو د وسلو کنټرول، تخفیف او نه خپرولو اړوندو چارو په ګن اړخيزه فورمز د مرستې لا زياتولو عزم څرګند كړو۔ د خبرو اترو تسلسل باوري كولو د ضرورت پخلي كولو سره فریقین د مشاورت 7 پراؤ راروان كال لندن كښې په ټاكلې نېټه تر سره كولو ت?? هم اتفاق وكړو ۔ د ب??ان تر مخه دا خبرې د پاکستان او برطانیي تر مينځه د دوه اړخيزه خبرو اترو يو باقاعدہ خصوصیت دے او دا دو??ړو هېوادونو ت?? د عالمي وسلو کنټرول او د تخفیف منظر نامې د جاج اغستلو او د سيمه اېزې او نړيوالې سلامتيا صورتحال په اړه د خبرو اترو موقع وركوي ۔
پاکستان او د برطانیه تر مينځه د وسلو کنټرول او نه خپرولو په اړه د خبرو اترو شپږم پړاؤ اسلام آباد كښې تر سره شو ، خارجه دفتر
Super golf course entertainment official website
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نتائج