اسلام آباد۔21 مئی(اے پی پی) وفاقي كابينې د فيض آباد دھرنا پېښې د انكوائري كمېشن په تحقيقاتي رپورټ د بې اطمينانۍ څرګندونه كولو سره وئيلي دي انکوائری کمېشن د خپل ټرمز آف رېفرنس (ټي او آرز) له مخې كار نه دے كړے٬ كابينې په دې ??ابله د كابينې د يوې خصوصي كمېټۍ جوړولو هدايت وكړو كومه به چې په دې لړ كښې خپل سفارشات وړاندې كوي٬ وفاقي كابينې د پاكستاني شهريت لرونكو درې تورنو سپارلو لپاره د پاكستاني حكومت او برطانېي حكومت ترمينځه د تفاهم په يادښت د لاس ليك هم منظوري وركړه۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي پر??س ريليز له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه د نهې په ورځ وشوه۔ په غونډه كښې د چورلكې په پېښه كښې د ايران صدر ابراهيم ريئسي ٬ د ايران خارجه وزير حسېن امير عبد اللهيان او د هغه د ملګرو په شهادت د غمرازۍ قرارداد منظور كړے شو۔ وفاقی کابینې ته د اټارنی جنرل آف پاکستان لخوا د فېض آباد دھرنا پېښې انكوائري كمېشن تحقيقاتي رپورټ وړاندې كړے شو او په دې ??ړه بشپړ بريفنګ وركړے شو۔ كابينې په رپورټ د عدم اطمينان څرګندونه كولو سره ووئيل انکوائری کمېشن د خپل ټرمز آف رېفرنس(ټی او آرز) له مخې كار نه دے كړے۔ وفاقی کابینې په دې ??ابله د كابينې د يوې خصوصي كمېټۍ د جوړولو هدايت وكړو كومه به چې په دې لړ كښې خپل سفارشات وړاندې كوي۔ وفاقی کابینې د داخله وزارت په سپارښتنه د چين لخوا بلوچستان پولیس له د عطيه كېوونكو پوليس آل??ت ډیوټۍ او ټېكس څخه د استثنی وركولو منظوري وركړه بياهم په دې ??لات به د فېډرل اېكسائز اېكټ 2005 لاندې فېډرل اېكسائز ډيوټي نافذ وي۔ وفاقی کابینې هدايت وكړو چې په سباؤن كښې به د دې ??غسې عطيات او ګرانټس ته ټېكس څخه استثنی ترلاسه وي۔ وفاقی کابینې د داخله وزارت په سپارښتنه د پاكستاني شهريت لرونكو درې تورنو د سپارلو په اړه د پاكستاني حكومت او برطانېي حكومت ترمينځه په مفاهمتي يادښتونو د لاس ليك منظوري هم وركړه۔ وفاقی کابینې د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وزارت په سپارښتنه د نېشنل اینیمل هېلتھ، وېلفېئر اېنډ وېټرنري پبلک هېلتھ اېکټ 2024 تر مخه د قانون سازۍ اصولي منظوري هم وركړه۔ د كاينې لېجسلېټو کمېټي به د دې ??شپړ جاج اخلي۔ وزیراعظم هدايت وكرو چې اسلام آباد او شا وخوا سيمو له دې ?? اعلی معيار سلاټر هاؤس لپاره په پبلك پرائيوېټ پارټرنرشپ كښی د منصوبې په اړه تګلاره وضعه كړې شي۔ وفاقی کابینې د نېشنل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی ??ه سپارښتنه فلسطین لپاره د اېن ډي اېم اے لخوا د مرستې سا??ان لېږلو څخه وروستو د اېكس پوسټ فېكټو منظوري وركړه۔ غونډې ته ووئيل شول د پاكستان حكومت تر دې ??مه 931 ټنه د مرستې سا??ان د 6 هوائي الوتكو او 2 بحري بېړيو د لارې فلسيطين ته رسولے دے
د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه
Scroll Love Entertainment Official APP
Islamabad: Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif chairs a meeting of the Federal Cabinet on 7 May, 2024.
مضمون کا ماخذ : لکی لیڈیز چارم