APP67-030123
LARKANA: January 03 - Chairman Pakistan People's Party and Foreign Minister Bilawal Bhutto Zardari talking with media persons during his visit the flood affected area of Sita Village near Dadu. APP/NAS/IQJ/TZD/FHA
اسلام آباد 26 اپرېل (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بھټو زرداري وئيلي دي چې پارلمان مدر آف انسټيټيوشنز دے، چې توهين ئې روان دے ، د پاکستان د او??س د پېسې اجازه يوازې د او??س دا منتخب ايوان وركولې شي، مونږ په ماضي كښې هم يو غېر آئيني اقدام نه دې تسليم كړې او اوس به ئې هم نه منو، يوازې په يوه چيټۍ كار نشي چلېدې٬ د دې ايوان ا??تح??اق مجروج شوې دې٬ د ايوان د ا??تح??اق په كمېټۍ كښې دې د پارلمان د توهين كاروائي وكړې شي۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د خبرو په مهال بلاول بھټو زرداري په 90 ورځو كښې الېكشن كولو شق مونږ نه دې مات كړې بل چا مات كړے دے۔ ده ووئيل مونږ په نوي ورځو كښې الېكشن كول يا په بل تناظر كښې د آئين خلاف ورزي نه غواړو، سپريم کورټ د آئين تشريح كولو اختيار لري او نه په آئين كښې د بدلون٬ پيپلز پارټۍ په كال 1973ء كښې آئين وړاندې كړې او مونږ د اتلسم بدلون نه پس آئين بحال كړ٬ مونږ آئين د وفاقي اکائيئ تړلو او صوبو ته د دوي حقونه وركلو لپاره جوړ كړې۔ ده ووئيل پارلمان مدر آف انسټيټيوشنز دے، چې توهين ئې كېږي٬ ده ووېيل ھغه اداره كومې له چې د آئين تحفظ كول دي ھغه څنګه داسې كولې شي چې د پارلمان د ووټ اختيار هېر كړي۔ ده ووئيل د هېواد ټول سياسي ګوندونه غواړي چې د قامي او د څلورو واړو صوبائي اسمبليو الېك?? په يو وخت وشي٬ عدليه به په خپل دائره كښې اوسي او پارلمان دې خپله دائره اختيار كښې پاتې كېدو له پرېښودې شي نو د خبرو اترو عمل چلېدې شي۔ ده ووئيل د عدليه په پنجچائيت كښې اولس مذاكرات غواړي٬ نو د دوي كامي??بي به ګرانه وي۔ ده ووئيل كه عمران خان غواړي چې تاريخ ئې په ښه ټكو ياد وساتي نو ورله پكار دي چې په ذاتي توګه د مذاكراتو لاره خپله كړي