اسلام آباد 18جولائي (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬ پرمختګ٬ اصلاحات او خاص اقداماتو وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي چې د كوم هم هېواد په پرمختګ كښې امن٬ سياسي استحكام٬ د پالېسو تسلسل او اصلاحات مهم رول لوبوي ٬ پاكستان په سوئيلي آسيا كښې ډيجيټل سرشميرنه كوؤنكے لومړنے هيواد دے ٬د معاشي عدم استحكام له امله د وسائلو كمي سره مخ يؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د 7مې سرشمېرنې تفصيلي نتيجې اجراﺀ كولو دستورې ته وېنا كښې وكړه۔ وفاقي وزير ??وئ??ل پاكستان ډيجيټل سرشمېرنه كوؤنكے د سوئېلي آسيا لومړنے هېواد دے٬ د آئين له مخې سرشمېرنه هر لس كاله پس كول وي٬ په كال 2017 كښې سندھ د سرشمېرنې په نتيجو خپ?? تحفظات څرګند كړي وو ٬ نوې ټول ټاكنې غېر متنازعه جوړولو لپاره د كال 2027 په ځاې فوري سرشمېرنه وكړی شوه۔ ده ??وئ??ل چې د اپرېل 2022 نه پس په نوې سرشمېرنه كار پیل كړې شوې۔يو لك 25 زره كسانو ته په لږه موده كښې د دې تربيه وركړې شوه۔ د شماريات ادارې او نادرا د لږ وخت او فشار باوجود سافټ ويئر تيار كړې۔ په دې كښې وسله والو ځواكونو او پوليس هم مرسته كړې۔ ده ??وئ??ل د سپاركو مرستې سره د سيټلائټ د لارې جيو ټېګنګ او عكسونه ترلاسه كړي شوي۔ ده ??وئ??ل د معاشي عدم استحكام له امله مونږ د وسائلو كمي سره مخ يؤ۔ ده ??وئ??ل يو وخت وو مونږ د سوئېلي كوريا مرسته كوله ٬ن?? د ??غوي د پرمختګ او خپ?? پرمختګ موازنه نه كولې نه شوو۔ ملائېشيا به خپ?? بچي لوړو زده كړو له پاكستان ته رالېږل٬ نن ملائېشيا د تعليم٬ معيشت ا?? نورو څانګو كښې مخ په وړاندې تلې٬هند او بنګله دېش مونږ څخه په ټولو څانګو كښې زيات وړاندې تلې دي۔ ده ??وئ??ل مونږ په ذهانت او صلاحيت كښې هغوي څخه وروستو نه يؤ٬ مونږ كه بېدار نه شو?? نو په نړيوال مسابقت كښې به د شمېرې قدرې پاتې نه شوو ٬ كه پاكستا?? د ??رمختګ په لاره روانول وي نو څلور بنيادي شرطونه به پوره كول وي۔امن٬ سياسي استحكام٬كم نه كم لس كلونو لپاره د پالېسو تسلسل او بنيادي اصلاحات۔ له دې نه ځانله د پرمختګ تصور هم نه شو كولې۔ ده ??وئ??ل صوبو كښې به د تعليم مسئلې حل كول وي۔ده ??وئ??ل چې راتلونكو 25 كلونو كښې به د هېواد آبادي يو په دوه شي۔
د كوم هم هيواد په پرمختګ كښې سياسي استحكام٬د پاليسيو تسلسل او اصلاحات مهم رول لوبوي ٬ پاكستان په سوئيلي آسيا كښې ډيجيټل سرشميرنه كوؤنكے لومړنے هيواد دے٬ احسن اقبال
एमजी कार्ड गेम इंटीग्रिटी एंटरटेनमेंट लिंक
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشن گوئی