اسلام آباد 08 اګست (اے پي پي) صد?? مملکت آصف علي زرداري اسلامي نړۍ ته په رامخې ته مسئلو قابو موندلو لپاره د اسلامي هېوادونو ترمېنځه د لا اتحاد او مرستې په ضرورت زور رواړلو سره وئيلي دي د پاکستان او سعودي عرب په شريكه عقيده ، تاريخ او ورورولۍ اډانه ښې اړيكې لري۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صد?? مملکت د دې خيالاتو څرګندونه د مسجد نبويۖ امام ډاکټر صلاح بن محمد سره په خبرو كښې وكړه چا چې د زيارت په ورځ دوي سره په ايوان صدر كښې ملاقات و??ړو?? ده دوه اړخيزه اړيكو ته لا ودې وركولو لپاره د پاکستان د عزم پخلي كولو سر?? ووئيل د دواړو وروڼو هېوادونو ترمېنځه اړيكې لا قوي كېږي۔ صد?? مملکت ووئيل دواړه وروڼه هېوادونه يو بل ته لا نزدې كولو لپاره كلتوري او د اولس ترمېنځه اړيكو ته وده وركولو ته ضرورت دے۔ صد?? مملکت ووئيل سعودي عرب نزدې دوست هېواد دے او پاكستان به تل سعودي عرب سره ولاړ وي۔ د مسجد ِنبويۖ امام ډاکټر صلاح بن محمد ووئيل د سعودي عرب مشر تابه او اولس پاکستان سره اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او دواړه هېوادونه مضبوطه شراكتداري لري۔ د?? ووئيل دواړو هېوادونو له اسلامي نړۍ ته د رامخې ته چېلنجونو مخنيوي لپار په ګډه كار پكار دے۔ ډاکټر صلاح بن محمد د سعودي عرب په ترقۍ كښې د پاکستان کميونټۍ د كردار ستائنه كولو سر?? ووئ??ل ?? شهزاده محمد بن سلمان پېل كړے شوو اصلاحاتو سره به سعودي عرب كښې نوره ترقي او خوشحالي راشي۔ صد?? مملکت د شهزاده محمد بن سلمان د جرات لرونكې او د زيرك قيادت ستائنه كولو سره دا هيله څرګنده كړه چې د مسجد نبويۖ امام دورې سره به دوه اړخيزه اړيكې لا وده ومومي۔ د مسجد نبويۖ امام په دې موقع د پاکستان سلامتيا او خوشحالۍ لپاره دعا وكړه۔
اسلامي هېوادونو ته په رامخې ته مسئلو قابو موندلو لپاره د اسلامي هېوادونو ترمېنځه لا اتحاد او مرستې ته اړتيا ده۔ د صدر آصف علي زرداري د مسجد نبويۖ امام ډاکټر صلاح بن محمد سره خبرې
MG card game official entertainment platform
مضمون کا ماخذ : loteria instantânea