اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې د اعلٰی كچ غونډه كښې د آذربائيجان په پايه تخت باكو كښې راتلونكې مياشت كېدونكې كوپ 2024 له د چمتو والي نيولو جاج واغستلے شو ۔پ?? غونډه كښې د پاكستان لخوا د ماحوليات?? بحران مخ نيوي له د سمدستي نړيوالې مرستې په ضرورت زور راوړلے شو ۔د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير د پاكستان ماحولياتي خطرو په اړه په نازك صورتحال رڼا واچوله٬پاكستان نه يوازې د ماحوليات?? بحران تر ټولو زيات ښكار دے بلكې په كال 2010 او 2022 تباهي كوونكو سېلابونو باوجود زمونږ قام بې مثاله استقامت ښودلے دغسې د دې چېلنجونو وسعت زمونږ صلاحيتونو څخه تجاويز كوي كومو ل??ار?? چې سمدستي مرستې ته ضرورت دے۔پروفيسر احسن اقبال ووئيل په كال 2010 سېلاب تر ټولو زيات ځاني زيان كړے خو د كال 2022 سېلاب په مهال سټريټجك تيارو هغه زيان كمولو له مرسته كړی حالانكه دا سېلاب يو په درې زيات ؤ ٬ چمتوالي په ځاني زيان كولو كښې مهم كردار ادا كړے٬زمونږ بشري زيان كمولو كښې هم دا د كاميابۍ څرګندونه كوي چې چمتوالے نيول يوازې مهم نه دے بلكې ځان بچ كول هم دي خو دا كاميابي په ځاې ساتلو ل??ار?? د پرله پسې وسائلو او مهارت ضرورت دے۔ده ووئيل د كال 2022 سېلاب په ځواب كښې پاكستان 4RF (Resilient Recovery, Rehabilitation, and Reconstruction Framework) شروع كړے چې مقصد يې بنيادي چاهانچه قوي كول٬ د كمزورو طبقو مرسته كول او مهمو څانګو كښې د مطابقت صلاحيت زياتول دي۔ د كوپ 2024 پ?? تناظر كښې پروفيسر احسن اقبال سيمه ايزې مرستې ته ودې وركولو ل??ار?? په پالېسي اقدامات متحرك كولو په ضرورت هم زور راوړو ۔پ?? غونډه كښې د خارجه چارو خاص مرستيال ډاكټر طارق فاطمي٬ډاكټر عابد قيوم سلهري(اېس ډي پي آئي)د وزيراعظم د موسمياتي بدلون او ماحولياتي بدلون كوآرډينېټرې رومينه خورشيد عالم او د خارجه وزارت استازو ګډون وكړو۔
د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې غونډه٬په آذربائيجان كښې راتلونكې مياشت كېدونكې كوپ 2024 له د چمتوالي نيولو جاج واغستلے شو
ऑनलाइन शहर प्रतिष्ठा सट्टेबाजी प्रवेश द्वार
مضمون کا ماخذ : کنگ میکر