اسلام آباد 07مارچ(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف او دوهم سپيكر زاهد اكرم دراني وئېلي دي د ترقي پسند ټولنې جوړولو لپاره د مېرمنو اقتصادي چوكاټ كښې شموليت او د دوي د حقونو تحفظ ضرورې دے٬دمېرمنو ته د ژوند په ټولو څانګو كښې يو ډول موقعې وركول د موجوده حكومت وړومبۍ ذمه واري ده ۔د مېرمنو نړيوالې ورځ په موقع په خپلو جلا جلا پېغامونو كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف د هېواد پرمختګ او خوشحالۍ لپاره د مېرمنو مثبت كردار ستائېلو سره وئېلي دي د محترمه بېنظيربهټو لخوا وركړے شوے سياسي تربيت او هلې ځلې زمونږ لپاره د لارې سامان دے۔ده ووئيل مېرمنې اقتصادي څانګو كښې مخ په وړاندې راوستل او د هغوي د ډاډګيرنې ضرورت دے۔ده ووئيل پاكستان پيپلز پارټۍ تل مېرمنو ته په قامي چوكاټ كښې د راوستلو لپاره مهم كردار ادا كړے۔ده ووئيل شهيده محترمه بېنظيربهټو د پاكستان او د اسلامي نړۍ وړومبۍ مېرمن وه چا چې د خپلو لارښوونو صلاحيتونو د لارې هېواد د پرمختګ په لاره روان كړے۔په دې موقع دوهم سپيكر زاهد اكرم دراني ووئيل چد پاكستان د نيمې نه زياته آبادي په مېرمنو مشتمله ده او د دوي په اقتصادي چوكاټ كښې د شاملولو نه بغېر هېواد پرمختګ او خوشحالۍ خوب رښتيا كېدے نه شي۔ده ووئيل د پاكستان آئين مېرمنو ته د ځاني او مالي تحفظ٬كار٬كاروبار٬تعليم٬آزادۍ سره د پېشې انتخاب او سياسي او سماجي هلو ځلو كښې د برخې اغستلو ضمانت وركوي۔
د ترقي پسند ټولنې جوړولو لپاره د مېرمنو اقتصادي چوكاټ كښې شموليت او د حقونو تحفظ ضرورې دے ۔د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف او دوهم سپيكر زاهد اكرم دراني د مېرمنو نړيوالې ورځ په موقع پېغام
مضمون کا ماخذ : dupla sena acumulada