اسلام آباد 23 مارچ (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي د صحت، تعليم، ادب، فنون لطيفه او د ترهګرۍ مخنيوي پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې په ځانګړې خدماتو ملکي او غېر ملکي شخصياتو ته د پاكستان ورځې په موقع سول اعزازات وركړي دي۔ د شورو په ورځ په ايوان صدر كښې په دې لړ كښې درنه دستوره شوې ۔ په دستوره كښې په بېلا بېلو څانګو كښې په ځانګړې خدماتو بېلا بېلو شخصياتو ته نشان امتياز، هلال امتياز، ستاره پاکستان، ستاره شجاعت، ستاره امتياز، صدارتي اعزاز حسن کارکردګي، ستاره قائداعظم، تمغه شجاعت او تمغه امتياز وركړے شول۔ په نشان امتياز ترلاسه كوٶنكو كښې محمد نعيم، نذر محمد راشد (ن م راشد ارواښاد) او مجيد امجد (عبدالمجيد مرحوم) شامل دي۔ په هلال امتياز ترلاسه كوٶنكو كښې ډاکټر انعام الرحمان، ډاکټر قمر محبوب، طاهر اکرام، روحيل حيات او کشور ناهيد شامل دي۔ په دستوره كښې د ماليزيا سره تعلق لرونكي محمد عازمي عبدالحامد او اومان سره تعلق لرونكي شېخ احمد بن حماد الخليلي ته ستاره پاکستان اعزاز وركړې شو۔ په ستاره شجاعت اعزاز ترلاسه كوٶنكو كښې محمد بخش برډو، ريشماں برډو او برېګيډيئر شفيع الله خان شامل دي۔ ډاکټر سيد حسېن امام عابدي، راشد رانا، سيد عقيل بلګرامي، محمود الحق علوي (ارواښاد) او سلمان اقبال له ستاره امتياز وركړې شوېدے۔ صدارتي اعزاز برائے حسن کارکردګي ترلاسه كوٶنكو كښې سيد تجمل حسين، پروفېسر ډاکټر ياسر اياز، شکيله ناز او عرفان الله جان شامل دي٬ چوهدري خالد محمود (ناروے) ته د ستاره قائداعظم اعزاز وربخښلې شوې دې٬ په تمغه شجاعت ترلاسه كوٶنكو كښې محمد اکبر خان، آنجهاني اقبال مسيح، عبدالغفار شېخ شهيد، ضيا ءحسېن شهيد، تبسم شبير اعوان، عرفان احمد خان دراني، اسد الله قرېشي، محمد علي، احمد علي، صادق حسېن، نور الدين، ملك دارا خان شهيد، محمد رحيم شاه، محمد سعيد شاه، محمد وليد صابر خان، وقار احمد، عبدالقهار خان، جميل احمد کلهوړو او عدنان ملك شامل دي۔ تمغه امتياز ترلاسه كوونكو كښې پروفېسر ډاکټر محمد عابد، مومنه دريد قرېشي او اسد محمود شامل دي۔ په دستوره كښې وړومبۍ مېرمن بېګم ثمينه عارف علوي، وفاقي وزيرانو، وزيراء مملکت، د وزيراعظم سلاحكارو او خاص مرستګيالو سره سره د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو كسانو ګډون وكړو۔ په بېلا بېلو څانګو كښې په ځانګړې خدماتو د سول اعزازات وركولو په لړ كښې په صوبائي سرښارونو كښې هم دستورې شوې٬ چې په كښې د اړوند صوبو ګورنرانو د صدر مملکت لخوا اعزازونه وركړي دي
د پاکستان ورځې په موقع په ايوان صدر كښې درنه دستوره٬ صدر مملکت ډاکټر عارف علوي په ځانګړې خدماتو بېلا بېلو شخصياتو ته سول اعزازات وركړل
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشن گوئی