لاهور 28 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان ته وئيلي شوي چې د سېنټرل بزنس ډسټرکټ منصوبې په وړومبي پړاٶ كښې د 24 اربه روپو سرمايه كاري شوې٬ راتلونكې مياشت كښې د 7 پرمختيائي سائټس نيلامۍ سره به د اربونو روپو نوره سرمايه كاري وشي۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د لاهور دورې په مهال وزيراعظم عمران خان ته د لاهور سېنټرل بزنس ډسټرکټ په منصوبه بريفنګ وركړې شو۔ د بريفنګ په مهال وزيراعظم ته ووئيل شول چې د سېنټرل بزنس ډسټرکټ منصوبې په وړومبي پړاٶ كښې د 24 اربه روپو سرمايه كاري شوې٬ دا منصوبه به د لارهو په سنټر كښې د نړيوال معيار كاروباري مركز او د استوګنې سهولت وركوي٬ د دې نه علاوه ماحولياتي تحفظ، ګرين روف، اربن پارکس او د باراني اوبو ذخيره كولو سره اړوند اقدامات هم د منصوبه برخه دي٬ راتلونكې مياشت كښې د 7 پرمختيائي سائټس نيلامۍ سره به د اربونو روپو نوره سرمايه كارۍ رامخې ته شي۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول چې د سېنټرل بزنس ډسټرکټ بشپړېدو سره به نه يوازې د روزګار موقعې پېدا شي او په هېواد كښې به سرمايه كاري زياته شي بلكې په رېونيو كښې به د 1500 اربه روپو اضافه وشي٬ د دې نه علاوه په منصوبه كښې د باب پاكستان منصوبې ترسره كېدل او د والټن ايئرپورټ منتقلي هم شامله ده۔ په دې موقع وفاقي وزيران چوهدري فواد حسېن، اسد عمر، شفقت محمود، خاص مرستيال ډاکټر شهباز ګل، د تجارت سلاحكار عبد الرزاق داؤد، د اطلاعات او خپرونو وزير مملکت فرخ حبيب، د پنجاب وزيرِ اعلي پنجاب سردار عثمان بزدار، د سېنټرل بزنس ډسټركټ سي اي او عمران امين، د اېن اے پي اېچ ډي اے چئيرمېن لېفټيننټ جنرال (ر) انور علي حېدر، اړوند چارواكو او د فېرون سرمايه كار هم موجود وو
د سېنټرل بزنس ډسټرکټ منصوبې په وړومبي پړاٶ كښې د 24 اربه روپو سرمايه كاري شوې٬ راتلونكې مياشت كښې د 7 پرمختيائي سائټس نيلامۍ سره به د اربونو روپو نوره سرمايه كاري وشي٬ وزيراعظم ته بريفنګ
مضمون کا ماخذ : اسلام آباد لاٹری