اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي د فاصلاتي تعليم او د اي لرننګ په وده زور رواړولو سره وئيلي دي دا طريقه ارزانه ده او زيات خلق د دې طاقت لري، د ورچوئل يونيورسټۍ رسنه زياتولو ته اړتيا ده٬ دغسې چې د هېواد لرو پرتو سيمو كښې زده كوٶنكي د آن لائن زده كړې نه ګټه پورته كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه صدر په ايوان صدر كښې د ورچوئل يونيورسټي آف پاکستان په اړه د بريفنګ اغستو په مهال كړې۔ د ورچوئل يونيورسټۍ رېکټر پروفيسر ډاکټر ارشد سليم بھټي غونډه د آن لائن تعليم او د فاصلاتي تعليم په وده كښې د پوهتنون د كردار نه خبر كړه۔ ده ووئيل دا مهال 100،000 زده كوٶنكي په بېلو څانګو كښې داخل دي او اتيا زره زده كوٶنكي د پوهنتون څخه فارغ شوي۔ ده ووئيل ورچوئل يونيورسټي خپلو زده كوٶنكو ته ډيجيټل پوهه وركوي، د دې نه علاوه پخپلو څلورو ټي وي چېنلو ليكچر او تعليمي مواد هم خپروي۔ غونډې ته خپلې وېنا كښې صدر د پوهنتون انتظاميې ته ووئيل تاسو د ډيجيټل دور ضرورتونو له مخې پوهنتون لپاره نوے ويژن او د سباٶن منصوبې مرتب كړئ او خپل هدفونه او مقاصد ترلاسه كولو لپاره ټائم لائن وټاكئ۔ده په اېچ اي سي هم زور رواړو چې ورچوئل اېجوكېشن لپاره خپلې پاليسۍ ته حتمي شكل وركولو لپاره كار تند كړي دغسې چې د هېواد لرو پرتو سيمو سره تعلق لرونكو زده كوٶنكو ته د دې ګټه ورسي۔
د ورچوئل يونيورسټي انتظاميه دې نوے وژن او د سباٶن منصوبې مرتب كړي۔ د صدر ډاکټر عارف علوي د ورچوئل يونيورسټۍ په اړه د بريفنګ اغستو په مهال څرګندونې
مضمون کا ماخذ : لکی لیڈیز چارم