اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) د جمهوريه ازبکستان خارجه وزير بختيار سيدوف به په 8م او 9م مئي د اسلام آباد سرکاري دوره كوي۔ د خارجه دفتر وياندې لخوا د نهې په ورځ د جاري شوي بيان له مخې د ازبکستان خارجه وزير به د دورې په مهال وزيراعظم شهباز شريف سره ملاقات كوي او نائب وزيراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار سره به د شريكې خوښې په دوه اړخيزه پراخه چارو تفصيلي خبرې اتري كوي چې پكښې به تجارت او رابطو ته په خاص توګه پام كولے شي۔ د جاري بيان له مخې د جمهوريه ازبکستان خارجه وزير دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوستۍ اړيكو ته وده ترلاسه شي۔
مضمون کا ماخذ : بڑا برا بھیڑیا۔