صدر آصف علي زرداري سره د چائنه انټرنيشنل ډويلپمنټ کوآپريشن اېجنسۍ چيئرمېن لوٶ چاٶ هوئي په مشرۍ كښې پلاوي وليدل٬ د پاكستان او چين ترمېنځه د دوه اړخَيزه اړيكو لپاره په ګډه د كار كولو په ضرورت زور


اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د پاکستان او چين ترمېنځه د تل پاتي تزويراتي اړيكو د تجارت، معيشت، زراعت پشمول د دواړو اولسونو ترمينځه د رابطو او په كلتوري څانګو كښې د لا مستحكمولو په ضرورت زور رواړولو سره وئيلي دي پاکستان د سي پېك د ټولو منصوبو په وخت د بشپړېدو عزم لري۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت د دې خيالاتو څرګندونه د پاكستان په دوره راغلي د چائنه انټرنيشنل ډويلپمنټ کوآپريشن اېجنسۍ چيئرمئن لوٶ چاٶ هوئي سره په خبرو كښې كړې چا چې د خپل پلاوي سره په ايوان صدر كښې دوي سره د شورو په ورځ ملقا كولو۔ په دې موقع پاكستان كښې د چين سفير جيانګ زيډونګ، د منصوبه بندۍ كمېشن دوهم چيئرمېن ډاکټر جهانزېب خان او د چين او پاکستان اعلٰې چارواكي موجود وو۔ ده ووئيل د پاكستان او چين ترمېنځه د دوه اړخَيزه اړيكو لپاره په ګډه د كار كولو ضرورت دے، پاکستان سي پېك د تزويراتي اهميت وړ منصوبه ګڼي۔ صدر مملکت ووئيل ګوادر بندرځاے څخه به سيمه ايزو روابطو ته وده ترلاسه شي او تر چين به د سامان وړل راوړل ارزان شي۔ په دې موقع صدر مملکت انساني وسائل د چين ضرورتونو له مخې هنر منده جوړولو لپاره د مشتركه تربيې منصوبو پېل كولو تجويز وركړو۔ صدر مملکت په بشام كښې د چين په وګړو د ترهګرۍ په بريد د افسوس څرګندونه كولو سره ووئيل پاكستان به د چين وګړو او سرمايه كارو ته په هواد كښې محفوظ ماحول وركولو لپاره هر ډول ممكنه هڅې كوي۔ صدر د پاکستان په اقتصادي پرمختګ كښې په مهم كردار لوبولو د چين د حكومت مننه وكړه ۔ آصف علي زرداري د سېلاب ځپليو بحالۍ٬ خېبرپښتونخوا او په سندھ كښې د سكولونو په بيا رغونه كښې د اېجنسۍ د كردار ستائنه وكړه۔ ده په سندھ او بلوچستان كښې د لېډي هېلته وركرز لپاره د كورونو په جوړولو كښې هم د اېجنسۍ د كردار ستائنه وكړه۔ په دې موقع د چائنه انټرنيشنل ډويلپمنټ کوآپريشن اېجنسۍ چيئرمېن صدر مملکت د پاکستان په سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې د اېجنسۍ د كردار نه خبر كړو۔ په ملاقات كښې لوٶ چاٶ هوئي په سېلګرۍ او د زرعي مرستې د ودې په ضرورت زور رواړو۔ لوٶ چاٶ هوئي ووئيل د دواړو هېوادونو دښمنان دوه اړخيزه اړيكو ته ريان رسول غواړي خو هغوي به په خپلو عزائمو كښې كله هم كامياب نشي۔