اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) سپريم کورټ د خبريال مطيع اﷲ جا?? د تښتولو په اړه د اسلام آباد آئي جي څخه په دوه اوونيو كښې رپورټ غوښتے دے ۔ سپريم كورټ د عدالت توهين په معامله د خبريال مطلع اﷲ جا?? وكيل ته مهلت وركولو سره په دوو اوونيو كښې د ځواب جمع كولو امر كړ?? ۔ د چيف جسټس ګلزار احمد په مشرۍ كښې درې كسيز بنچ په سوشل ميډيا په عدليه او په معزز ججانو په تنقيد كولو د خبريال مطيع الله جا?? په ضد د از خود نوټس د كېس سماعت وكړٶ۔د سماعت په مهال چيف جسټس ګلزار احمد پوښتنه وكړه د نهې په ورځ د خبريال مطيع الله د تښتولو خبر خپور شوے نو څه تحقيقات شوي؟ په دې موقع ??ټارني جنرل عدالت ته ووئيل د خبريال مطيع اﷲ جا?? د ورور په مدعيت كښې مقدمه درج كړ?? شوې ، هم د نهې په شپه خبريال بېرته كور ته راغلے ے٬ د سماعت په مهال د پي اېف يو اجے پخواني صدر افضل بټ عدالت ته خواست وكړٶ چې د تښتولو معامله دې ختمه نه كړ?? شي په دې چيف جسټس ګلزار احمد ريمارکس وركړل چې مونږ دا كېس نه ختموٶ٬ چا ته دا اجازه نشته چې قانون په لاس كښې واخلي۔په دې موقع ??ټارني جنرل عدالت ته ووئيل حكومت په اعلٰې كچه د دې معاملې د تحقيقاتو امر كړ?? ۔ د سماعت په مهال چيف جسټس ګلزار احمد مطيع اﷲ جا?? څخه پوښتنه وكړه آيا تا د عدالت د توهين د نوټس ځواب جمع كړ?? ؟ په عدالتي استفسار مطيع اﷲ جا?? ووئيل زه تښتولے شوے ووم كه ما له د عدالت د سپكاوي نوټس ځواب داخلولو لپاره مهلت او وكيل كولو لپاره دې هم اجازه راكړے شي??د سماعت په مهال چيف جسټس ګلزار احمد ريمارکس وركړل آئين هر كس ته ټول بنيادي حقونه وركوي٬ عدالت د چا جا??بدار نه دے،هر كس ته د سپيځلي ټرائل حق لپاره عدالتونه لګېدلي٬ عدالت به فري ټړائل باوري كوي۔ جسټس اعجاز الاحسن ريماركس وركړل عدالت به د قانون او عدليې د وقار تحفظ كوي۔ دغسې عدالت د مطيع اﷲ جا?? په ضد د از خود نوټس د كېس سماعت دوه اوونيو لپاره ځنډولو سره امر وكړو چې د مطيع اﷲ جا?? د اغوا پحقله په درج اېف آئي آر دې د قانون له مخې كاروائي وكړې شي٬ د مطيع اﷲ جا?? بيان دې قلمبند كړ?? شي?? عدالت وفاقي پوليس ته د قانون له مخئ د كاورائۍ كولو امر سره د اسلام آباد آئي جي ته د خبريال مطيع اﷲ جا?? د تښتولو په اړه په دوه اوونيو كښې د پېشرفت رپورټوغوښتو
سپريم کورټ د خبريال مطيع اﷲ جان په اړه د اسلام آباد آئي جي څخه په دوو اوونيو كښې رپورټ اوغوښت
مضمون کا ماخذ : loteria do Paraná