اسلام آباد۔11مئی(اے پی پی) وزیراعظم عم??ان خان اولس ته د كورونا وائرس په اېس او پيز د عمل كولو اپيل كولو سره وئيلي دي ماسك كارولو سره د كورو??ا خپرېدل تر 50 فيصده كم شوي۔ د خزانې وزير ته مې د څيزونو بيعې ټيټولو هدايت كړے۔ تر كومې د مقبوضه كشمير پخوانے حالت په ځائې نه شي هند سره مذاكرات كېدې نه شي۔ زمونږ حكومت د مافيا او طاقتورې ډلې په ضد جنګ كوي۔ چاته به اېن آر او وركولے نه شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د نهې په ورځ په ټېلېفون د نېغ په نېغه خپرونو په مهال د اولس د پوښتنو ځواب وركولو ??ښې وكړه۔ وزیراعظم عم??ان خان ووئيل د اولس په مرسته د كورونا وائرس د درېمې چپې مخنيوې په غوره ډول كولې شي۔ په هند ٬ بنګله دېش ٬ نيپال او نورو هېوادونو ??ښې كورونا تندۍ سره خپرېږي۔ هند ??ښې د كورونا صورتحال د افسوس وړ دے۔ هغه اولس ته اپيل وكړو چې د اختر په رخصتيو ??ښې ماسك ضرور وكاروي ولې چې د دې كارولو سره د كورو??ا خپرېدو ??ښې تر 50 فيصده كمې رامخې ته شوې دې۔ هغه ووئيل د لاك ډاؤن زيات زيان بې وزله طبقې ته رسي۔ هغه ووئيل د پرمختګ كړې هېوادونو د پرمختګ راز د قانون په سرلوړۍ ??ښې دے۔ د تحريك انصاف بنياد د يو ډول انصاف په وركولو اې??ود??ے شوے دے۔ د مدينې په رياست ??ښې د قانون سرلوړي په عملي شكل ??ښې موجود وه۔ هغه ووئيل په شهباز شريف د 700 اربه روپو مني لانډرنګ كېس دے۔ د شهباز شريف په ضد د كرپشن يو شمېر كېسونو اورېدنه عدالت ??ښې روانه ده۔ هغه ووئيل چيني مافيا ته به په هېڅ ډول اېن آر او وركولې نه شي۔ د هېواد ټول شوګر ملز د طاقتورې طبقې دي۔ شوګر ملز به د اولس په جېبونو ډاكھ اچولو ته نه پرېږدو۔ ??غه ووئيل جهانګير ترين وائي ماسره انصاف نه كېږي۔ وزيراعظم ووئيل ما تر نن ورځې چاسره ناانصافي نه ده كړې۔ د كشمير په اړه وزيراعظم ووئيل تر كومې چې د كشمير پخوانے حالت په ځائې شوې نه وي هند سره مذاكرات كېدې نه شي۔ وزيراعظم ووئيل په لويو ښارونو ??ښې د اوبو مسئله رامخې ته كېږي۔ اسلام آباد ??ښې د څښلو اوبو منصوبې پېل كوؤ۔ هغه ووئيل په سندھ ??ښې وفاقي حكومت په يو شمېر پرمختيائي منصوبو كار كوي۔ دغسې پنجاب ??ښې كرونده ګرو لپاره كسان كارډ جاري كړے شوے دے۔ هغه ووئيل بهر هېوادونو ??ښې سفارت خانې د پاكستان مرستې لپاره دي۔ هغه ووئيل ما خارجه وزير ته وئيلي دي چې هغه بهر هېوادونو ??ښې د مېشته پاكستاني وګړو شكايتونه لرې كولو له پورټل جوړ كړي۔
حكومت د مافيا او طاقتورې طبقې په ضد جنګ كوي۔ د خزانې وزير ته مې د څيزونو بيعې ټيټولو هدايت كړے۔ ماسك كارولو سره د كورونا خپرېدل تر 50 فيصده كم شوي۔ تر كومې د مقبوضه كشمير پخوانے حالت په ځائې نه شي هند سره مذاكرات كېدې نه شي۔ وزيراعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : غالب افریقہ