اسلام آباد 27 نومبر (اے پي پي) د اطلاعاتو٬خپرونو او پارليماني چارو لنډ مهاله وفاقي وزير مرتضٰی سولنګي وئېلي دي چې موجوده حكومت كښې د انتظامي اقداماتو له امله د ډالر په مقابله كښې د روپۍ په قدر كښې بهتر راغلې٬د آئي اېم اېف څخه به په دوهم قسط ترلاسه كېدو سره د روپۍ په قدر او ادائيګو توازن صورتحال مستحكم شي۔د ګل په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې سېنېټر كامران مرتضٰی په هېواد كښې د روپۍ په قدر كښې د كمي او ماركيټ كښې د امريكې ډالر قلت په نتيجه كښې په افراط زر كښې د اضافې او اولس ته په رامخې ته شويو ستونزو بحث كولو په تحريك بحث راغونډولو سره لنډ مهاله وفاقي وزير ووئيل چې د فارن كرنسي د بيعې انحصار په طلب او رسد دې۔ د لنډ مهاله حكومت جوړېدو نه پس په روپۍ فشار ٶ٬ موجوده حكومت ځينې انتظامي اقدامات كړي٬ د پېښور٬ كراچۍ پشمول نورو ښارونو كښې د هنډۍ په اړه په غېر قانوني كاروبار قابو موندلې۔ ده ووئيل چې د سټېټ بانك آف پاكستان په خاص توګه كرنسي ايكسچنج كمپنو كښې ډهانچه جاتي اصلاحات كوي۔ ده ووئيل چې د آئي اېم اېف جائزه بشپړ شوې ده٬ د قرضې دوهم قسط ترلاسه كېدو سره به د روپۍ په قدر كښې ښه والې راشي او د ادائيګو توازن صورتحال به هم مستحكم شي۔
د موجوده حكومت د انتظامي اقداماتو له امله د ډالر په مقابله كښې د روپۍ په قدر بهتري راغلې٬د آئي اېم اېف څخه به په دوهم قسط ترلاسه كېدو سره د روپۍ په قدر او ادائيګو توازن صورتحال مستحكم شي۔ د وفاقي وزير مرتضٰی سولنګي
مضمون کا ماخذ : como jogar na loteria