کراچی۔4اکتوبر (اے پی پی) د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير فواد چوهدري اپوزیشن اتحاد انتشار مهم ګرځولو سره وئيلي دي چې انتشار خپور كړۍ م??م به هم ناكامۍ سره مخ شي۔ مسئله ټاكنې او ټګي نه ده۔ ادارو سره مسئله صرف دا ده چې د كرپشن پټولو له تاسو زمونږ مرسته و??ې كړې نه ده۔ اپوزيشن تحريك هېڅ اخلاقي جواز نه لري او نه آيني۔ د پاكستان بدقسمتي دا ده چې سياست لپاره پيپلز ګوند او نون ليګ شدت خوښې ډلې ته اړتيا لري۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ انصاف هاؤس كښې د پي ټي آئي لارښود وسيم شهزاد ٬ د پي ټي آئي كراچۍ صدر خرم شېر زمان او نورو مهمو شخصياتو سره خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ ده و??ئيل د نواز شريف بيانيه دا ده چې د ده دوه زامن دې د لندن په ګرانه سيمه كښې ژوند كوي او پاكستان كښې كارمندان او كوچنيان دې لارو ته راوځي۔ ده و??ئيل ما دواړو ډلو ته مشوره وركړې ده چې هغوي دې اولسي غونډې شادي هال كښې كوي۔ ده و??ئيل پيپلز ګوند او نون ليګ نن د مدرسو كوچنيانو ته اړتيا لري۔ د بے نظیر بھټو ګوند د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ كښې كار كوي۔ وفاقی وزیر ووئيل د احتساب قانون نون ليګ جوړ كړے دے او د نېب چيئرمېن شاهد حاقان عباسي لګولے دے او ??ن چې د كومو كېسونو پلټنې روانې دي دا هغه دي كوم چې نون ليګ د پيپلز ګوند او پيپلز ګوند د نون ليګ په ضد جوړ كړے وو۔ ده و??ئيل مونږ غواړو چې د كراچۍ پبلك ټرانسپورټ برېښنا ته واړوو۔ د پی ټی آئی لارښود وسيم شهزاد خبري كنفرنس ته خطاب كښې ووئيل قام د اپوزيشن اصلي څېره ليدلې ده۔ ده و??ئيل كله چې دوئي اقتدار كښې وي نو مال جوړ كړۍ او كله چې اپوزيشن كښې وي نو نو مال بچ كړۍ ٬ د دوئي دا پروګرام دے۔ ده و??ئيل اوس هېواد كښې وزيراعظم عمران خان دے او هغه به د احتساب عمل منطقي انجام ته ورسوي۔ ده و??ئيل اپوزيشن هېواد ډېر ضعيفه كړې وو ولې موجوده حكومت معيشت په سم لوري روان كړے دے
انتشار خپور كړۍ مهم به هم ناكامۍ سره مخ شي۔ سياست لپاره پيپلز ګوند او نون ليګ شدت خوښې ډلې ته اړتيا لري۔ د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير فواد چوهدري خبري كنفرنس
مضمون کا ماخذ : Loteria Instantânea