اسلام آباد 09 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې آئي اېم اېف سره د لوظنامه كېدو هيله لرؤ ٬ د ګرانۍ فشار سره مخ عام وګړي ته ريليف وركول د حكومت ذمه واري ده، د معيشت پرمختګ سياسي استحکام سره تړلے دے ٬ د كركيلې په څانګه كښ?? د خوشحالي بلها موقعې موجود دي، د دې خيالاتو څرګندونه ده د وفاقي كابينې غونډې ته خپله وېنا كښ?? وكړه۔ وزيراعظم كابينې ته وووئيل د خزانې وزير اسحاق ډار تېره ورځ د معيشت په صورتحال پرېس کنفرنس كښ?? د خيالاتو څرګندو??ه كړې ده، دا خبره د چا نه پټه نه ده چې 14 مياشتې وړاندې كله چې مونږ ذمه وارۍ پغاړه واخستې نو مونږ يو شمېر معاشي چېلنجز سره مخ ٶ٬ تېر حكومت چې آئي اېم اېف سره كومه لوظنامه كړې وه خپله ئې د ھغې خلاف ورزي كړې وه، مونږ ډېر په ګرانه آئي اېم اېف سره معاملې سمې كړې دي۔ وزيراعظم ووئيل تېر كال د ماحولياتي آدلوګۍ له امله تباهي خپرونكې سېلاب راغلې چې ورسره معيشت ته لوے زيان رسېدلے٬ د دې باوجود د سېلاب ځپليو بحالۍ او ريليف لپاره د كابينې اړوند غړو او وفاقي او صوبائي حکومتونو ډېر په بيړه شپه او ورځ كار كړے، نړيوالو ادارو څخه مرسته غوښتې شوې او وفاق او صوبو خپلو وسائلو څخه په اربونو روپۍ مصرف كړې، وفاق د سېلاب ځپليو لپاره سل اربه روپۍ جاري كړې۔ ملګرو هېوادونو زمونږ مرسته كړی٬ د سېلاب له امله مغيشت ته د 30 اربه ډالرو زيان رسېدلے٬ په يوكرائن كښ?? د رامخې ته صورتحال له امله په نړيواله منډۍ كښ?? د ضروري څيزونو بيعه زياته شوې، نړۍ كښ?? د کساد بازارۍ رجحان ٶ كوم څخه چې د پاكستان په څير پرمختګ كوٶنكي هېوادونو ته د اربونو ډالرو ادا كولو په صورت كښ?? زيان شوې٬ كه ھغه د تېلو د بيعې معامله وي يا د سرې٬ غنمو او د پومبې په هر لحاظ سره په مونږ بوج زيات شوې۔ وزيراعظم ووئيل آئي اېم اېف سره مو ناسته كړې او د ھغوي ټول شرطونه مو نه يوازې تسليم كړي بلكې مونږ په دې لړ كښ?? په سمدستي توګه ابتدائي اقدامات هم كړي۔ وزيراعظم ووئيل آئي اېم اېف سره په سټاف لېول اېګريمنټ تر اوسه لاسليك شوې نه دې د دې نه پس به بورډ ته دا معامله ځي ۔ وزيراعظم ووئيل اميد لرو چې ټول شرطونه د ترسره كولو نه پس به په روانه مياشت كښ?? آئي اېم اېف سره نائنتھ ريويو بشپړل كېدو سره بورډ څخه منظور شي٬ زما د آئي اېم اېف اېم ډي سره يو ساعت ټېلي فوني خبرې شوې دي د كومې په نتيجه كښ?? چې زه دا خبره كوم٬ ما دوي ته تجويز وركړې ٶ كه تاسو باور راكړۍ نو كوم دوه ضروري اقدامات چې دي ھغه به هم مونږ ترسره كړو۔ ده ووئيل ھغوي ژبه وكړه د كومې په نتيجه كښ?? چې مونږ ھعه اقدامات هم وكړل اوس كوم بل خنډ پاتې نه دے۔ وزيراعظم ووئيل ما چې تاسو ته كومې مسئلې رامخې ته كړې دي دې سره په وګړو د ګرانۍ زيات بوج پرېوتے دے٬دې كښئ هېڅ شك نشته چې نړۍ كښ?? دا مهال ډېره ګراني ده، كه ھغه امريكا ده يا برتانيه٬ هر ځائ ګراني ده خو د ھغوي معيشت دومره قوي دې چې خپل اولس ته ريليف وركولې شي خو چې كله مونږ اقتدار ترلاسه كړونو تېر حكومت معيشت تباه كړې ٶ٬ په دې څوارلس مياشتو كښ?? چې كومې ستونزې رامخې ته شوې ھغه بيان شوې٬ په دې مهال زمونږ باوري ملګري چين زمونږ مرسته وكړه، د تېرو دوه دريو مياشتو په مهال د چين د حكومت مرسته ډېره مرستياله ګرځېدلې ده٬ د آئي اېم اېف پحقله زمونږ دوست هېوادونو سعودي او يو اے اي زمونږ لاس مضبوط كړل٬ د آئي اېم اېف چې كوم اضافي شرطونه ٶ د ھغې له مخې سعودي دوه اربه ډالره او يو اے اي يو ارب ډالر مرسته كړې په دې مونږ د دواړو ملګرو هېوادونو من??ه كوٶ۔ وزيراعظم ووئيل د بجټ په تياري كښ?? اېكسپورټر٬ بزنس كميونټي، د آئ?? ټي پوهانو پشمول د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو سره مشاورت شوې دې، ده ووئيل مونږ په زرعي څانګه كښ?? زر ښې تنيجې ترلاسه كولې شؤ۔ ده ووئيل د نړۍ په بېلو هېوادونو كښ?? د اېكړ په سر پېداوار زمونږ نه څو چنده زيات دې٬ مونږ له به په دې لړ كښ?? د پېشرفت جاج اخستل وي ځكه چې مونږ په ماضي كښ?? كوم ډول خاص كاميابي نه ده ترلاسه كړې، غنم، ګنې، پومبه او د نورو فصلونو د اېكړ په سر پېداوار زياتولو ته اړتيا ده٬ مونږ له به په دې لړ كښ?? سرمايه كاري كول وي او كليوالو سيمو كښ?? به د زرعي تخمونو وېليو اېډډ چينز جوړول وي، د زرعي پېداوار وېليو اېډيشن كېدې شي، په زرعي څانګه كښ?? د اربونو ډالرو برآمداتو امكانات موجود دي۔ وزيراعظم ووئيل ګرده نړۍ كښ?? د معيشت پرمختګ سياسي استحكام سره تړلے دے٬ كوم هېواد كښ?? چې سياسي استحكام نه وي هلته معيشت تباه كېږي۔ وزيراعظم ووئيل عام وګړې معاشي فشار سره مخ دے كه د دوي په تنخا كښ?? ښه اضافه و??ه كړې شوه نو دوي به سختو خالاتو سره مخ شي٬ دې لپاره زمونږ ذمه واري ده چې مونږ د تنخا دارې طبقې د ستونزو خيال وساتؤ ٬ دغسې د پنشنرز پنشنز هم د افراط زر له امله سخت ځپلې شوې دې٬ مونږ له به د دوي هم خيال كول وي۔ وزيراعظم ووئيل د كابينې غړو د رائې په رڼا كښ?? به حكومت پرېكړه كوي، د لوي څښتن په فضل و كرم د غنمو ښه فصل شوې دې، پومبه هم په لويه ك??ه كرلې شوې ده٬ مونږ اميد لرو چې لوي څښتن به په دې فصل كښ?? هم خپل كرم وكړي، نړۍ كښ?? د ګاز بيعه په ټېټېدو ده٬ مونږ د ګاز د نوي كنټرېكټ كولو هڅه كوٶ، د ماضي په مقابل كښ?? كه په ټيټه بيعه ګاز واخستې شي نو د دې اوسط بيعه ټېټېدې شي چې ورسره به په هېواد كښ?? اقتصادي پل تندۍ سره مخ په وړاندې لاړ شي۔
آئي اېم اېف سره د لوظنامې كېدو هيله لرؤ ٬ د ګرانۍ فشار سره مخ عام وګړي ته ريليف وركول د حكومت ذمه واري ده، د معيشت پرمختګ سياسي استحکام سره تړلے دے۔ د وزيراعظم شهباز شريف د وفاقي كابينې غونډې ته وېنا
Aztec Treasures Online Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ویب سائٹ