اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې پاکستان د سېلګرو ل??اره يو مثالي هېواد دے، ای پورټل به د ګردې نړۍ سېلګرو په پاكستان كښې خوښي زياتولو كښې مرستياله وګرځي۔ پاکستان كښې سېلګرۍ لپاره ګڼ شمېر ځايونه دي او په خاص توګه د هېواد شمالی سيمي ځانګړې قدرتی منظورونه لري ٬ پاکستان بلها قدرتی وسائل لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ??ه د جمعي په ورځ د ’’س??ام پاکستان‘‘ برانډ او ای پورټل پرانستي دستورې ته وينا كښې وكړو۔ ده ووئيل دستوره كښې ګډون كول زما لپاره د خوشحالۍ خبره ده، پاکستان كښې د سېلګرۍ ،كلتور او تاریخی ورثي ودې لپاره پراخه موقع شته، هېواد كښې د سېلګرۍ څانګي پرمختګ او ودي لپاره د وزیراعظم صلاحكار عون چوهدری او د هغه د ډلي هڅي د ستائني وړ دي، د ورونړو اسلامي هېوادونو پشمول د نړۍ ځيني نورو هېوادونو د كلتور ، دستکاریو او سېلګرۍ په څانګه كښې په زړه پوري پرمختګ كړې دې،پاکستان له لوے څښتن لوئ قدرتی وسائل او ښكلې نظارې وركړې دي او په خاص توګه د هېواد شمالی سيمو كښې د سېل ځايونه سېلګرۍ ته وده وركولو ل?? كارول كېدې شي۔ ده ووئيل عون چوهدری د سېلګرۍ څانګي پرمختګ او پاكستان لپاره د قدر وړ خذمات ترسره كړي دي۔ وزیراعظم په دستوره كښې د غیرملکی سفیرانو او سفارتی ورورولۍ د ګډون هركلي كولو سره ووئيل لوے څښتن دے هېواد كښې د سېلګرۍ ،كلتور ، تاریخی ورثي او دستکاریو څانګو پرمختګ لپاره’’س??ام پاکستان‘‘برانډ او ای پورټل يو ک??میاب پورټل وګرځوي
ای پورټل به د ګردې نړۍ سېلګرو په پاكستان كښې خوښي زياتولو كښې مرستياله وګرځي۔ د وزیراعظم شهباز شریف دستوري ته وينا
Marmot Harvest Online Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی گائیڈ