اسلام آباد۔16اګست(اے پی پی) لند مهاله وزيراعظم انوارالحق کاکړ وئيلي دي چې متحده عرب اماراتو سره په بيلا بيلو څانګو په ځانګړې توګه د تجارت، سرمايه کارۍ او انرژۍ په برخو کښې د دوه اړخيزه همکاريو په زياتولو كښې خوښي لرؤ۔ د شورؤ په ورځ د وزيراعظم ميډيا آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې په پاكستان كښې د يو اے اي سفير حماد عبېد ابراهيم سالم الزابي لنډ مهاله وزيراعظم انوار الحق كاكړ سره ملاقات وكړو۔ د يو اے اي سفير د وزا??ت عظمی منصب په سنبالولو وزيراعظم ته د متحده عرب امارات د مشرتابه لخوا د نېكو هي??و پېغام ورسولو۔ په دې وزيراعظم د متحده عرب امارات د حكومت من??ه كولو سره ووئيل پاكستان متحده عرب امارات سره تاريخي او ژورې اړيكې لري۔ ده د پاكستان معاشي او مالي استحكام لپاره په ملاتړ او مرسته كولو د متحده عرب امارات مننه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل چې مونږ په بيلا بيلو څانګو په ځانګړې توګه د تجارت، سرمايه کارۍ او انرژۍ په برخو کښې د دوه اړخيزه همکاريو زياتولو ته سترګې په لاره يوو۔ ده د روان كال په پايه كښې په متحده عرب امارات كښې د كوپ 28 سمټ كاميابۍ لپاره د نېكو هي??و څرګندونه هم وكړه۔ وزیراعظم متحدہ عرب امارات كښې د مېشته پاكستانيانو په مهم كردار زور راوړلو سره هي??ه ولرله چې د عرب امارات حكومت به د دوئي هر ډول ممكنه مرسته دوامداره ساتي۔
لنډ مهاله وزيراعظم انوار الحق كاكړ سره د متحده عرب امارات سفير ملاقات
Drunk Lady Entertainment Platform Official Website
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے اعدادوشمار