اسلام آب??د 18 دسمبر (اے پي پي) د روغتيا نګران وفاقي وزير ډاکټر ??ديم جان وئيلي دي مونږ له به په ګډه د مور او كوچني روغتيا لپاره هڅې كول وي۔ ده د نيوټرېشن كنفرنس ګډون كوونكو ته خپلې وېنا كښې د نيوټرېشن انټرنيشنل او شراكتدارو ته په كامياب پراجېكټ اجراء كولو مباركي وركړه۔ ده ووئيل پاكستان د 247 مېليونه ابادۍ پنځم لوي هېواد دے چې پكښې په هر پنځو كوچنيانو كښې يو غذائي كمي سره مخ دے او په لسو كښې يو د ډېر غذائي كمي سره مخ دے?? 22 فيصده كوچنيان د زېږون په مهال د كم وزن سره پېدا كېږي او دا شمېره هم د ټولو نه زياته ده٬ ده ووئېل د 50 نه تر 60 فيصده زمونږ ابادي ا??ته??ئي يا د مېنځنۍ درجې غذائي عدم تحفظ سره مخ ده ، ده ووئېل د غذائي تحفظ صورتحال د ډاډ وړ نه دے چې لوئې سبب ئې غذا او صحت ته پام نه كول دي۔ ده ووېيل حكومت او اېن جي اوز له به پخپله خپله كچه مشتركه جامع هڅې كول وي دغ??ې چې د رسد ضرورت ترسره كولو سره د غذائي كمي په چېلنج قابو وموندلے شي۔
مونږ له به په ګډه د مور او كوچني روغتيا لپاره هڅې كول وي۔ وفاقي وزير ډاكټر نديم جان
Tsar’s Treasure Entertainment Platform APP
مضمون کا ماخذ : como ganhar na quina